1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په نایجیریا کي شاوخوا سل تنه وژل سوي دي

۱۳۹۱ تیر ۱, پنجشنبه
https://p.dw.com/p/15J0P

د نایجیریا په شمال کي پر کلیسا ګانو باندي تر بمي بریدونو وروسته د وژل سوو کسانو شمېر سلو تنو ته لوړ سوی دئ. ځايي رسنیو خبر ورکړی دي چي د دوشنبې د ورځي راهیسي څه د پاسه ۴۰ تنه له منځه تللي دي. د حالت د لا زیات خرابېدو له امله چارواکو په کادونا او دارناتورن کي پر تګ راتګ باندي بندیز لګولی دئ. د تيري یکشنبې په ورځ د بوکوحرام په نامه اسلامي ډلي د کادونا په ښار کي پر درو کلیساوو باندي بمي بریدونه وکړل، چي په ترڅ کي ئې ۱۶ انسانان ووژل سول. تر هغه ورسته د عیسویانو له خوا پر مسجدونو باندي د بریدونو په ترڅ کي په سونو نور انسانان هم ووژل سول. بوکوحرام له کلونو راهیسي د یوه اسلامي دولت د جوړېدو له پاره مبارزه کوي. او د نایجیریا په شمال کي تل پر پولیسو، کلیساوو او امنیتی ځواکونو باندي خونړي بریدونه ترسره کوي.