1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په نایجیریا کې د بوکو حرم په برید کې ۶۰ تنه وژل شوي دي

شمس الرحمان ناصر (آژانسونه)۱۳۹۳ فروردین ۲۵, دوشنبه

له ۲۰۰۹ کال راهیسې د بوکو حرام په نامه تند لارې اسلامپالې ترهگرې ډلې د نایجیریا په شمال ختیځو برخو کې ویره او وحشت خپور کړی دی. د دغې ډلې په بریدونو کې تر اوسه له ۶۰۰۰ ډیر انسانانو خپل ژوند له لاسره ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/1BhXB
انځور: Quentin Leboucher/AFP/Getty Images

د نایجیریا په شمال ختیځ کې د بوکو حرم د ترهگرې ډلې د فعالیت لمن ورځ تر بلې مخ په پراخیدو ده. د بوکو حرم ډلې د خپلو منظمو وقفه يي بمي بریدونو په ترڅ کې په لسگونو انسانان وژلي دي. پولیس او پوځ د دوی په مقابل کې بې ضعیفه بریښي. د کامیرون سره په پوله د بورنو په دوو سرحدي سیمو کې د بوکو حرم د یوه تازه خونړي بریدونو په پایله کې لږ ترلږه ۶۰ تنه وژل شوي دي او ډیر شمیر نور بیا ټپیان دي.

د بورنو د مرکزي ښار مایدوگوري، یوه دولتي چارواکي شیو گولومبا، ویلي دي چې برید کوونکي د خپلو موټرو، موټرسایکلونو او دوو زري موټرو په واسطه پر دغو کلیو برید وکړ. هغوې هلته پر کورونو چاودیدونکي مواد وغورځول چې له امله يي کورنو اور واخیست. وروسته تر دې د بوکو حرم جنگیالیو پر هغو خلکو ډزی وکړې چې له اور څخه د ځان ژغورنې په خاطر له خپلو کورنو څخه بهر وتل.

د رپوټونو له مخې ډیرې خلک د دغه پیښې له کبله خپلو کورونو پریښودلو ته اړ شوي دي. برید کوونکو د ځايي خلکو څاهگانې ویجاړی کړي دي کوم چې د دغې سیمي د خلکو له پاره د څښاک د اوبو یوازینۍ منبع شمیرل کیده.

یوه سیمه ییز چارواکي ویلي دي چې «په دې کې هیڅ شک نه شته» چې دغه برید د بوکو حرم د افراطي اسلامپالې ډلې د جنگیالیو له خوا ترسره شوی دی. د بوکو حرم ډلې د نایجیریا په شمال کې سخت اسلامي شریعت نافذ کړی او اوس غواړي چې په ټول هیواد کې دغه نظام نافذ کړي. دغه ډله د خپلو بریدونو په ترڅ کې د عیسویانو مذهبې ځایونه، د پولیسو مرکزونه او دولتي ودانۍ په نخښه کوي. اکثره وختونه دوی مکمل کلي او سیمي تر خپل برید لاندی راولي.

په دغه هیواد کې د بې روزگارۍ لوړه کچه او فقر د دې سبب گرځي چې دغه ډله په ډیرې اسانۍ سره نوې جنگیالي خپلو لیکو ته را جذب کړي. د نایجیریا امنیتي ځواکونه د دغې ډلې چې پر درنو وسلو سمبال ده د مقابلې توان نه لري. له ۲۰۱۱ کال راهیسې پولیس او پوځ په شریکه د بوکو حرم د ډلې پر وړاندې مبارزه کوي. دولت څو واری بیړنی حالت اعلان کړی دی چې د ۲۰۱۳ کال د مې په میاشت کې د ورستي ځل له پاره يي د یوبي، بورنو او اداماوا په ایالتونو کې بیړنې حالت اعلان کړی وو.

د امریکا متحده ایالاتو په اند دغه ډله د القاعدې له تروریستي شبکې سره اړیکه لري او له ۲۰۱۳ کال راهیسي يې د بوکو حرم ډله د تروریستي ډلو په تور لست کې شامله کړه.