1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په نایجیریا کې چاودنې سخته مرگ ژوبله اړولې

سید ریاض (دویچه ویله)۱۳۹۳ خرداد ۱۲, دوشنبه

په نایجیریا کې اوس ترهگرو د فوټبال مینه وال تر خپل نظر لاندې نیولي دي. د دغه هیواد په شمال ختیځ کې د موبي په ښار کې د فوټبال د یوې سیالۍ تر ختمیدو وروسته چاودنې لږ تر لږه ۳۰ تنه ووژل.

https://p.dw.com/p/1CAJl

د دغې پیښې د څرنگوالي په هکله لا تر اوسه پورې دقیق معلومات نه شته. د پولیسو یوه افسر ویلي دي چې بم د فوټبال د یوې لوبې تر ختمیدو وروسته چاودلی دی او هغه نندارچیان چې غوښتل یې له لوبغالې څخه ووځي د دغه برید هدف گرځیدلي دي. د نورو سرچینو له قوله ویل شوي دي چې دغه چاودنه په یوه سالون کې رامنځ ته شوې ده چیرې چې نندارچیانو د تلویزون پر پرده د فوټبال لوبه ننداره کوله.

همداشان د پیښې د قربانیانو په اړه هم بېلابېل ارقام وړاندې شوي دي. عیني شاهدانو لږ تر لږه د ۳۰ تنو د وژل کیدو خبره کړې ده خو خبري آژانسونو په احتمالي توگه دغه شمیر تر ۶۰ تنو ښوولی دی.

آیا دا برید هم به د بوکو حرام له لوري تر سره شوی وي؟

د موبي ښار د آداموا په ایالت کې موقعیت لري چې د بورنو ښار ته نزدی پروت دی. بورنو ښار د تندلارې اسلامپالې ډلې بوکو حرام پوخ سنگر گڼل کیږي. نوموړې ډلې په موبي ښار کې تر دې دمخه ډیر شمیر مرگوني چاودنې تر سره کړي دي. بوکو حرام د دغه هیواد په شمال کې چې زیاتره اوسیدونکي یې مسلمانان دي د یوه اسلامي هیواد د رامنځ ته کولو غوښتنه کوي.

د نایجیریا د گاونډي هیواد کامرون حکومت هم پر بوکو حرام باندې خپل فشار زیات کړی دی. د کمرون دولتي راډیو خبر ورکړی دی چې د نوموړې ترهگرې شبکې شاوخوا ۴۰ تنه جنگیالي په یوې نښته کې له منځه تللي دي. د دغه هیواد پوځ ویلي دي چې د کامرون په شمال کې د نایجیریا او چاد هیوادونو پولو ته څیرمه د کوسوري په سیمه کې یې د تندرلارو اسلامپالو پر ضد بریالي عملیات کړي دي. په دغه ځای کې کمرون هیواد وروسته له هغې ۱۰۰۰ تنه سرتیري ځای پر ځای کړي دي چې گاونډیو هیوادونو نیوکه کړې وه چې په دغه سیمه کې د تندلارو اسلامپالو پر ضد پوره اقدامات نه کوي.

دوه کشیشه او یوه راهبه بیرته آزاد کړای شوي دي

پر دې سربیره په کا مرون هیواد کې د اپریل میاشتې په سر کې تښتول شوي دوه تنه ایټالوي کشیشان او یوه کاناډایي راهبه هم بیرته آزاد شوي دي. دغه خبر په روم کې د ایټالیې د بهرنیو چارو وزارت او واتیکان تائید کړی دی. د ایټالیې حکومت د کامرون هیواد له ولسمشر پاول بیا، څخه د «فوق العاده» منځگړي په توگه مننه کړې ده. زیاته شوې ده چې په دغه عمل کې د ایټالیې استخباراتو او د کانادا حکومت هم برخه لره. دا چې د نوموړو کسانو د آزادیدو له پاره تاوان ورکړل شوی دی او که نه، لا معلومه نه ده.

د دغو کسانو د تښتولو مسوولیت کومې ډلې پر غاړه نه وو اخیستی. خو داسې گومان کیده چې د دغې تښتونې تر شا دې هم د بوکو حرام د ډلې لاس وي چې یو وخت یې یو فرانسوي روحاني هم برمته کړی وو. د بوکو حرام ډلې څه مودې وړاندې په نایجیریا کې د ښوونځي ۲۰۰ عیسوي شاگردانې نجونې تښتولي دي. نوموړې ډلې گواښ کړې دی چې دغه نجونې به د مینځو په توگه وساتي او یا به یې وپلوري.