1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په نایجیریا کې یو ځل بیا په سلگونو یرغمل آزاد شول

شمس الرحمن ناصر / آژانسونه۱۳۹۴ اردیبهشت ۱۲, شنبه

په اوس وخت کې نږدې هره ورځ د نایجیریا پوځ د بوکو حرام ډلې ملیشه و له زور زیاتي څخه د انسانانو د آزادولو په برخه کې د بریالیتوب خبر ورکوي. اوس یو وار بیا د نایجیریا پوځ د ۲۳۴ تنه ښځو او ماشومان پر ژغورنې بریالی شوی دی.

https://p.dw.com/p/1FIzT
انځور: picture-alliance/dpa/EPA/Nigerian Army
د نایجیریا پوځ وایې شاو خوا ۲۳۴ تنه نور یرغمل شوې کسان یې د بوکو حرام تندلارې اسلامي ډلې له منگولو څخه آزاد کړي دي. د نایجیریا د پوځ لوې درستیز ویلي دي چې د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۵ کال د اپريل ۳۰مه نېټه) یې د دغه هیواد په شمال ختیځ کې د زمبیزا په ځنگل کې ښځې او ماشومان ژغورلي دي. د تیرو څو ورځو په جریان کې د نایجیریا وسله والو ځواکونو د ۵۰۰ په شاوخوا کې انسانان له یاغي ډلو له منګلو څخه آزاد کړي دي.

د نایجیریا پوځي چارواکي وایې چې لکه د نورو په څیر آزاد کړای شوې ښځې او ماشومان مصئونو ځایونو ته انتقال شوې دي، څو هویت یې تثیت شي. پوځ په سیمه کې د بوکو حرام ډلې له منگولو څخه د یرغمل شوو کسانو د آزادولو له پاره د عملیاتو د جاري ساتلو او د دغې ډلې د روزنیزو مرکزونو د ویجاړولو اعلان کړی دی.

د پوځ د یوه ویاند په خبره د بورنو په ایالت کې د زمبیزا ځنگل د دغه هیواد په شمال ختیځ کې د تندلارو په اصطلاح د ترهگریزو فعالیتونو د« واورين غر لوړه څوکه ده». همدا د تیرې سه شنبې په ورځ (د ۲۰۱۵ کال د اپريل ۲۸مه نېټه) پوځ د بوکو حرام له کمپونو څخه د ۲۰۰ نجونو او ۹۳ ښځو د آزادلو خبر ورکړی وو. دوه وروځې وروسته یې بیا د ۶۰ تنو ښځو او ۱۰۰ ماشومانو د آزادولو اعلان وکړ.

د چیبوک د ښځینه زده کوونکو برخليک

پوځ تر خپل وروستې اقدام وروسته هم تر اوسه پورې دا نه شې ویلې چې آیا په دغو ازاد کړای شوو کسانو کې هغه نجونې هم شامل دي چې یو کال مخکې بوکو حرام له چیبوک ښار څخه تښتولي وې که څنګه؟ د دغې ډلې له خوا د لومړي ځل له پاره د ښوونځي د ۲۷۶ زده کونکو نجونو د تښتول کیدو عمل په نړیواله کچه وغندل شو او د عامو خلکو د خواشینۍ سبب وگرځید. د دغو تښتول شوو انجونو له جملې څخه ۲۱۹ تنه یې تر دې وروستیو پورې د بوکوحرام تندلارې اسلامي ډلې په قبضه کې وې.

د بشري حقونو نړیوال سازمان «امنسټي انټرنشنل» د معلوماتو له مخې په نایجیریا کې د بوکو حرام ډلې له ۲۰۱۴ کال راهیسې تر اوسه پوری لږ تر لږه ۲۰۰۰ ښځې او نجونې تښتولي دي. پخوانیو یرغمل شوو کسانو له خوا د ورکړل شوو معلوماتو پر اساس دغه یرغمل شوې نجونې او میرمنې په زوره واده ته اړ ایستل کیږي، جنسي تیرې پرې کیږي او د دغې ډلې په ملاتړ په زوره جگړې ته استول کیږي.

بوکو حرام غواړي د نایجیریا په شمال کې چیرې چې اکثره اوسیدونکي یې مسلمانان دي یو اسلامي دولت رامنځته کړي. د ۲۰۰۹ کال راهیسې د بوکو حرام ډلې پر پولیسو، پوځ، کلیساگانو او ښوونځیو د بریدونو په ترڅ کې تر ۱۵۰۰۰ ډیر انسانان وژلي دي. د کامرون، نایجیر او چاد گاونډيو هیوادونو پوځ د بوکو حرام پر وړاندي جگړه کې د نایجیریایې ځواکونو ملاتړ کوي.