1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په نظامي برخه کي په نړيواله کچه تيرکال لږ پيسې لگول سوي

۱۳۹۰ فروردین ۲۲, دوشنبه

په ستکهولم کي د سولي تحقيقاتي انستيتوت وايي که ددغي کړۍ زياتره اروپايي هيوادونه د اقتصادي بحران سره نه واي مخامخ سوي ، نو تر دي به يي هم ډيري پيسي په نظامي برخو کي مصرف کړي واي.

https://p.dw.com/p/RH2n
په ټوله جنوبي امريکا کي تيرکال ۶۳،۳ ميليارده امريکايي ډالره د نظامي اهدافو دپاره په کار وړل سوي دي
په ټوله جنوبي امريکا کي تيرکال ۶۳،۳ ميليارده امريکايي ډالره د نظامي اهدافو دپاره په کار وړل سوي ديانځور: AP

خو په مرکزي او جنوبي آسيا کي بيا د کلونو راهيسي د لومړي ځل دپاره د دفاعي چارو په برخه کي مصارف ډير راکښته سول، لکه په شرقي تيمور ، سريلانکا او تايلنيند کي. په اندونيزيا کي بيا ۲۸ فيصده او په منګوليا کي ۲۶ فيصده زياتوالی راغلی دی. خو په آسيا کي بيا چين د وسلو په مصرف کي لومړی ځای لري. په چين کي د کاله ۱۱۹ ميليارده ډالره پر وسلو لګول کيږي.

د هند په اړه بيا د نوموړي انستيتوت څخه پيرلو فريمن وايي:« هند په ۲۰۱۰ ميلادي کال کي په دفاعي چارو کي لږ پيسي مصرف کړي دي. د چين مصرف بيا حتي د تير کال په مقايسه زيات سوی دی. په ۲۰۱۱ کال کي پيکنګ بيا د ټولو په سر کي ولاړ دی. چين تر امريکا وروسته د نړۍ په کچه دوهم ځای لري. زموږ شميرې دا ښيي چي تر بريتانيا چي په نړۍ کي دريم ځاي لري ، چين دوه چنده پيسي په وسلوو باندي مصرفوي.»

خو په اروپا کي د وسلو په مصرف کي کموالي راغلی دی. يعني په ټوله اروپا کي دوه اشاريه اته فيصده کمښت راغلی دی. تر ټولو د مخه په شرقي اروپايي هيوادونو کي دغه کموالی ډير ليدل کيږي. لکه په بلغاريا ، ليتوانيا او ايستلند کي ۲۰ فيصده کموالی راغلی دی. په يونان ، هنګري البانيا او سلواک کي په دې برخه کي ۲۰ فيصده سپما سوې ده. جرمني چي د سعودي عربستان سره يوځای د نړۍ په سطحه اوم ځای لري، د ستکهولم د انستيتوت د معلوماتو په اساس يي په ۲۰۱۰ کال کي ۴۵ ميليارده ډالره پر خپلو نظامي قواوو مصرف کړي دي.

د انستيتوت په خبره د اوباما تر شا چي د نوبل په نامه د سولي د جايزي ګټونکی هم دی ، امريکا د سلاوو په مصرف کي لومړی ځای لري. متحده ايالاتو تير کال ۷۰۰ ميليارده ډالره د نظامي اهدافو دپاره ولګول، چي د ۲۰۰۱ کال په مقايسه ۸۰ په سلو کي زياتوالی ښيي.

په جنوبي امريکا کي د وسلو په مصرف کي نيمايي برخه يوازي د برازيل هيواد جوړوي. دغه هيواد په دي ډول غواړي نړۍ ته په ټوله جنوبي امريکا کي خپل قوت ښکاره کړي.

علاوه پر دي برازيل غواړي د امنيت او سولي په برخه کي هم ځان نړيوالو ته مهم وښيي.

په ټوله جنوبي امريکا کي تيرکال ۶۳،۳ ميليارده امريکايي ډالره د نظامي اهدافو دپاره په کار وړل سوي دي. دغه مصرف تقريباً شپږ فيصده زياتوالی ښکاره کوي. همدارنګه په افريقا کي چي په تيرو کلونو کي تل نظامي شخړي رواني وي په ۲۰۱۰ کال کي تر ټولو ډيري پيسي پر وسلو لګول سوي دي. دا په دي معني چي د تير کال په پرتله ۵،۲ فيصده زياتوالي راغلي دی.

په منځني ختيځ کي هم تير کال ډيری پيسي پر سلاوو او عسکرو باندي مصرف سوي. په مجموعي ډول ۱۱۱ ميليارده ډالره. يعني ۲،۵ فيصده زياتوالي. په دغه سيمه کي بيا سعودي عربستان لومړی ځای لري.

شيشکوويچ/ گل غوټۍ پوپل

کتونکی: نجيب الله زيارمل