1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ننگرهار کي بې پيلوټه الوتکي ملکيان او داعشيان وژلي دي

۱۳۹۵ مهر ۷, چهارشنبه

د ننگرهار ولايت امنيتي چارواکي وايي چي د دغه ولايت په اچين ولسوالۍ کي پر يوه کور باندي د امريکا د بې پيلوټه الوتکي بريد نژدې ۱۸ داعشيان وژلي دي. ځايي اوسېدونکي وايي چي ۱۳ ملکي وکړي هم پکښې وژل سوي دي.

https://p.dw.com/p/2QfzX
MQ-9 Reaper Drohne Drohnenkrieg Ziel Drohnenangriff Afghanistan
انځور: picture-alliance/AP/Air Force/L. Pratt

د ننگرهار ولايت د اچين ولسوالۍ د اوسېدونکو په خبره، تېره شپه د دغي ولسوالۍ په «پنډولا» سیمه کې د امریکا بې پیلوټه الوتکې پر یوه کور بمباري کړی چې پکې ملکي وګړو او د داعش جنگياليو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د یادي ولسوالۍ یوه اوسېدونکي د نوم نه ښودلو په شريط په ننگرهار کي د دویچه ویله خبريال ته وویل: «دغه برید د حاجي رئیس په نوم د یوه قومي مشر پر حجره شوی، چې ۱۳ملکي وګړي پکې وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان شوي دي.

هغه زياته کړه: «حاجي رئیس تازه له حج څخه راستون شوی وو او په حجره کې یې خلک ستړي مشي ته ورټول ول، چې خپله حاجي رئیس هم پکې ټپي دی.»

د اچین ولسوالۍ د سیمه ییزو پولیسو یوه قوماندان نور محمد هم دویچه ویله ته وويل چې په دغه برید کې ۱۳ملکي وګړي او د یوه قومندان په ګډون درې داعش وسله وال وژل شوي او ۱۷ ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال بيا وايي چې په دغه برید کې د یوه ډلمشر حمزه او د خان محمد په نوم د یوه قاضي په ګډون ۱۸ داعش وسله وال وژل شوي دي.

په افغانستان مېشته ناټو ځواکونو لا تر اوسه پوري په دې اړه څه ويلي نه دي. ترهگري ډلي «داعش» هم تر دې دمه د خپلو غړو د وژل کېدو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ننگرهار ولايت په شینوارو ولسوالي کې افغان امنيتي ځواکونو د داعش د ځپلو په موخه د «قهرسیلاب» په نوم پوځي عملیات وکړل او په دغو عملیاتو کې یې د داعش ډلې د نږدې زرو کسانو د وژلو او ډېرو نورو د ټپيانېدو ادعا وکړه.

افغان چارواکو ويلي دي چې دغه ډله یې په شینوارو ولسوالي کې سخته ځپلې؛ خو په دې وروستیو کې یووار بیا داعش ډلي په یادو سیمو کې سر راپورته کړی او وخت ناوخت یې د مرګ ژوبلي خبرونه خپرېږي.