1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ننگرهار کي بې پيلوټه الوتکي ۱۴ شکمن ياغيان وژلي

dpa,dw/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ تیر ۱۰, چهارشنبه

د ننگرهار ولايت امنيتي چارواکي وايي چي د دغه ولايت په لعل پور ولسوالۍ کي د امريکا د يوې بې پيلوټه الوتکي په بريد کي نزدې ۱۴ شکمن وسله وال ياغيان وژل سوي دي. په دغه هوايي يرغل کي دوه پټنځايونه هم ويجاړ سوي دي.

https://p.dw.com/p/1Fr1N
انځور: picture-alliance/AP/Air Force/L. Pratt

د ننگرهار ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشريقوال د چهارشنبې په ورځ د آلمان خبري آژانس ته ويلي دي چي د سه شنبې په ورځ د امريکا متحدو ايالاتو د بې پيلوټه الوتکي په بريد کي ۱۴ ياغيان ووژل سول.

د مشريقوال په خبره په دغه بريد کي چي په لعل پور ولسوالۍ کي د ياغيانو پر پټنځايونو باندي سوی دئ، ډېر نور وسله وال ياغيان ټپيان سوي دي.

د هغه په خبره په دغه هوايي يرغل کي د تروريستانو دوه پټنځايونه هم په بشپړه توگه ويجاړ سوي دي.

د ننگرهار ولايت لعل پور ولسوالي له پاکستان سره پوله لري او په دې وروستيو وختونو کي د ياغيانو د فعاليت مرکز گرځېدلی دئ.

ويل کيږي چي وسله وال ياغيان پر افغان امنيتي ځواک باندي د يرغل له پاره د سرحد له هاغاړي را اوړي.

دا لومړی وار نه دی، چي د ننگرهار په هغو ولسواليو کي چي ويل کيږي وسله وال ياغيان فعال دي د امريکا بې پيلوټه الوتکي بريدونه کوي.

نزدې يوه نيمه اونۍ دمخه هم د دغه ولايت په اړوندو سيمو کي پر وسله والو ياغيانو باندي د امريکا د بې پيلوټه الوتکي په بريد کي د دبانديو جنگياليو په گډون ۱۵ وسله وال ووژل سول.

له هغه وروسته چي د ننگرهار په څو ولسواليو کي د افراطي ډلي «اسلامي دولت» (داعش) د فعاليتونو خبرونه خپاره سول، د دغه ولايت د څو سرحدي ولسواليو د امنيت په اړه اندېښنې نوري هم زياتي سوې.

څو ورځي دمخه د ننگرهار ولايت اوسېدونکو خبر ورکړ چي د دغه ولايت له نا آرامو ولسوالیو څخه په سوونو کورنيو کډه کړې ده.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب