1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ننگرهار کي خلک له وسله والو ډلو څخه سرټکوي

۱۳۹۰ آبان ۳, سه‌شنبه

په ولسي جرگه کي د ننګرهار ولايت استازي شکايت کوي، چي په ولايت کي يې ناقانونه وسله وال شتون لري او په چور، تالا، د ځمکو په غصب او وژنو کي لاس لري. «ددغو ناقانونه ډلو مشري وکيلان، حکومتي چارواکي او جهادي قواندانان کوي.

https://p.dw.com/p/12ycO
«دغه زور واکان د حکومتي چارواکو له همکارۍ پرته پر خلکو واکمني نسي کولای.»
«دغه زور واکان د حکومتي چارواکو له همکارۍ پرته پر خلکو واکمني نسي کولای.»انځور: UNICEF/NYHQ2004-0654/Brooks

په ولسي جرګه کي د ننګرهار ولايت استازي وايي شاوخوا لس زره وسله وال د يو شمېر قوماندانانو تر مشرۍ لاندي د ننګرهارپه ورستيو نا امنيو کي ونډه لري.

په ولسي جرګه کي د ننګرهار ولايت استازي شيرعلي احمدزی د هغو قوماندانانو په اړه وايي، چي په ننګرهار کي شتون لري او سياسي ثبات يې له ګواښ سره مخامخ کړي دي.

« د ننګرهار پخواني مجاهدين اوس هم شته، بې وسلې شوي نه دي، اوس هم وسلې ورسره دي، له پنځوسو تر شپېتو واړه قوماندانان او سرګروپان دي، هغوی په ځمکو پسي ګرځي او چيري، چي سمه سيمه وويني نو په زور يي لاندي کړي.»

خو د ولسي جرګي يوه بله وکيله ليلما ولي، بيا وايي چي دغه زور واکان د حکومتي چارواکو له همکارۍ پرته پر خلکو واکمني نسي کولای.

« دا کسان چي ځمکي غصبوي زور مند دي، هغوی په وسلو سمبال دي، هغوی په دولت کي هم نفوذ لري، موږ ولسمشر خبر کړی، چي يادوکسانو د خلکو ملکيتونه غصب کړي دي.»

د جلال آباد ښار يو شمير اوسيدونکو هم له دويچه ويله پښتو ويب پاڼي سره په خبرو کي ددغو زورمندانو څخه شکايت کاوه او ويل يې، « دغه جنگ سالاران د خلکو ملکيتونه لاندي کوي او حکومت هم څه نه ورته وايي.»

په مشرانو جرګه کي د ننګرهار ولايت استازي لطف الله بابا بيا وايي، چي په دغو ډلو کي داسي کسان هم سته چي د حکومت پر لوړو څوکيو کار کوي او د همدغو ناقانونه پيسو په مټ يې وسله وال چريکان ساتلي دي.

« زما په نظر په دې کي شک نشته چي د ننګرهار په دې ورستيو نا امنيو کي يو تعداد وکيلان، سناتوران او ځايي زور واکان لاس و نه لري».

خو د ولسي جرګې غړی شيرعلي احمدزي وويل، نه يوازي دا چي دغه ډلي د ځمکو په غصب کي لاس لري، بلکي نورو نا امنيو ته هم لمن وهي، چي په دې نه د مرکزي حکومت او نه د ننګرهارد امنيتي ادارې وس رسيږي.

د يادولو وړده چي يومهال ننګرهار ولايت د افغانستان يو له امن څخه د ډکو ولايتونو له ډلي شميرل کېدی، خو اوس کله نا کله د غلاوو، وژنو، سړي تښتونو اوقتلونو خبرونه اوريدل کيږي.

ننګرهار په ختيځ کي د افغانستان د لومړي نمبر ولايتونو له ډلي شميرل کيږي، چي د ختيځ افغانستان زړه هم ورته ويل کيږي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل