1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ننگرهار کي معتادان ورځ تر بلي ډيريږي

۱۳۹۰ بهمن ۲۴, دوشنبه

په ننګرهار کي ډيری ځوانان د بېلابېلو ستونزو له امله په نشه يي موادو اخته دي او د جلال اباد ښار په بېلا بېلو سيمو کي ليدل کيږي. چي په نشه يي موادو روږدي.

https://p.dw.com/p/142LQ
انځور: AP

دغه ځوانان له بېکارۍ څخه سر ټکوي او وايي چي د کار د نه شتون له امله دې ته اړ شوي دي چي نشه يي موادو ته مخه کړي او د خپل مصروفيت په موخه نشه يي مواد استعمال کړي.

په جلال آباد ښار کې امير شهيد بڼ يو له هغو ځايونو څخه دئ چې ډيرى وخت پکښي زيات ځوانان د نشو کولو له پاره راټوليږي او په ډله ييز ډول نشه کوي.

په دغه بڼ کي يو تن چي خپل نوم ئې عبدالمجيد ښوده دويچه ويله پښتو ويبپاڼي ته وويل چي د بېکارې له وجي ئې نشو کولو ته مخه کړې ده. هغه له دولت څخه په دغه برخه کي د مرستي غوښتنه کوله.

د عبدالمجيد تر څنگ يو بل ځوان چي د نوم د نه اخيستلو په شرط ئې خبري کولې هم له دولت څخه د مرستي غوښتنه کوله او ويل ئې چي دا کار د بېکارۍ له وجي کوي:«که دولت د کار زمينه راته برابره کړي نو زموږ پام به بلي خواته واوړي او نور به له دغه نشو څخه خلاص شو.»

د ځايي اوسېدونکو په خبره اوس ډيری هغه ځوانان چي په نشو روږد سوي دي غواړي چي له دغه بدمرغه ژوند څخه ځان خلاص کړي خو د درملني امکانات ئې نسته.

خو په ننگرهار کي بيا د معتادينو د شل بستريز روغتون مشر ډاکتر عبدالرشيد حسن وايي، چې دوى تر اوسه پوري شاوخوا ۱۷۴۲ تنه معتادين تداوي کړي دي او په زرونو نورو نورو د تداوۍ له پاره نومونه ثبت کړي دي.

د ننګرهار ولايت د عامه روغتون رئيس ډاکتر باز محمدشيرزاد بيا وايي چي د بېکارۍ تر څنگ نور داسي عوامل هم سته چي ځوانان دي نشه کولو ته مخه کړي.

«د بېکارۍ تر څنگ د ځوانانو تر منځ نا سالمه سيالي هم ددې سبب سوې ده چي ځوانان نشو ته مخه کړي.»

د کارپوهانو په اند په افغانستان کي د نشه يي مواد ډير توليد او په ارزانه بيه ددغو موادو پيدا کېدل هم يو عامل دئ چي ډيری ځوانان په دغه موادو روږد سي.

د هغوی په باور که دولت په دې برخه کي جدي پاملرنه ونه کړي نو په راتلونکي کښي به ډيری افغان ځوانان له يو ستر ناورين سره مخامخ شي.

د ملگرو ملتونو د اړوندو ادارو د راپورونو پر اساس افغانستان اوس هم د نړۍ٩٠ سلنه نشه يي مواد توليدوي.

شمع احمدزۍ/ ننگرهار
کتونکی: نجيب الله زيارمل