1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ننگرهار کي وسله والو خوشحالي په غم لړلې

۱۳۹۰ خرداد ۱۹, پنجشنبه

د افغان چارواکو په وينا د ننګرهارولايت د دوربابا په ولسوالي کي وسله والو کسانو پر يو کور چي د واده مراسم پکښي ترسره کيدل په ډزو کي نهه تنه وژلي دي.

https://p.dw.com/p/11XR0
د يو بل واده تصوير چي په غم لړل سوی و
د يو بل واده تصوير چي په غم لړل سوی وانځور: AP

د ننګرهار ولايت د والي وياند احمدزي عبدالزي ويلي چي په دغه پيښه کي نهه تنه وژل سوي او پنځه نور تنه ټپيان دي، دغه خلک هغه وخت وژل سوي کله چي دوی په خوب ويده وو.

نوموړې ولسوالي د پاکستان پولي ته څيرمه پرته ده. خو د پيښه پړه لا تر اوسه کومي ډلي په غاړه نه ده اخيستي.

د دور بابا د ولسوالي د پوليسو مشر حاجي هميش ګل ويلي چي په پيښه کي زوم او د هغه د پلار په شمول نهه تنه وژل سوي چي د ده نږدې خپلوان هم پکښي شامل دي.

د هغه په وينا د دوبي په دي تودو شپو کي ميلمانه د باندي ويده ول، چي د وسله والو تر بريد لاندي راغلل.

تير کال هم د افغانستان په جنوب کي د واده په مراسمو کي يو ځانمرګي بريد تر سره سوی وو چي په پايله کي يي 40 تنه چي ډيری يې ماشومان ول ووژل سول. د دغه بريد پړه هم طالبانو نه وه منلې خو ويلي وو چي په ودونو کي د ساز او ګډا مخالف دي.

د طالبانو د واکمنۍ پر وخت دوی پر تلويزون او موسيقي باندي بنديز لګولي وو او دا يې يو غير اسلامي کار بللی وو.

دوه کاله وړاندي په ننګرهار کي د واده د مراسمو څخه وسله والو طالبانو پنځه سندرغاړي د ځانه سره بيولي ؤ ا و د سزا په توګه يي تر پنځه ساعتونو پوري په ونو پوري تړلي ؤ، دا سندرغاړي بيا هله راخوشي سول کله چي دوی دا وعده وکړه چي، نور به سندري نه وايي.

طالبانو تيره مياشت ويلي وو چي دوی به په دوبي کي په خپلو حملو کي ډيروالي راولي.

اژانسونه/ سيد رياض

کتونکي: نجيب الله زيارمل