1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ننگرهار کې سل شکمن کسان نیول شوي

مسعود جهش۱۳۹۳ آبان ۱۳, سه‌شنبه

افغان امنیتي ځواکونو خبر ورکړی دی چې په ننگرهار ولایت کې د ملي اردو او پولیسو د گډو عملیاتو په پایله کې پنځه وسلوال مخالفین وژل شوي او سل تنه نور شکمن کسان نیول شوي دي.

https://p.dw.com/p/1DgWI
انځور: Getty Images/Scott Olso

د ننگرهار ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقي وال، له دویچه ویله سره په خبرو کې ویلي دي چې دغه گډ عملیات د ننگرهار ولایت د چپرهار ولسوالۍ په مربوطاتو کې ترسره شوې دي. هغه زیاته کړې ده: «تیره شپه د دوو بجو په شا او خوا کې شپنې ځواکونو، ملي اردو او ملي پولیسو د چپرهار ولسوالۍ په مربوطاتو کې عملیات ترسره کړل چې په پایله کې یې پنځه تنه مخالفین ووژل شول او سل تنه نور شکمن کسان ونیول شول. نیول شوي کسان د لا ډیرو څیړنو له پاره د چپرهار ولسوالۍ ته سپارل شوي دي.»

مشرقي وال روښانه کړه چې پر نیول شویو کسانو باندې یوازې شک موجود دی او تر څیړنو وروسته که ورباندې کوم تور ثابت نه شي نو په وینا یې په با عزته ډول به بیرته آزاد شي. هغه وویل: «دغه سل کسان کشفي مسوولینو ته ورپیژندل شوي دي. که څوک وسله وال وي او یا هم له هغوی سره اړیکه ولري نیول کیږي که نه نو له عزت سره بیرته کور ته استول کیږي.»

په وروستیو وختونو کې طالبانو د افغان امنیتي ځواکونو پر وړاندې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی. خو افغان حکومت هم په اقداماتو لاس پورې کړی او د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې یې د لا ډیر امنیت راوستلو په موخه پراخ امنیتي عملیات پیل کړي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي، له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې د چپرهار ولسوالۍ عملیات هم په افغانستان کې د په لاره اچول شویو پراخو عملیاتو برخه ده چې موخه یې په دې هیواد کې د امنیت لا ټینگول دي.

عظیمي روښانه کړه چې د دغو عملیاتو ډیر تمرکز پر هغو ولایتونو دی چې له ډیورنډ کرښې سره پر پوله پراته دي او ډیرې امنیتي ستونزې لري. هغه زیاته کړه: «په اصل کې دغه عملیات د فتح په نوم عملیاتو برخه ده چې ټول افغانستان په کې شاملیږي. د دې له پاره چې د ننگرهار، پکتیا، خوست، کونړ او نورستان په څیر ولایتونه له ډیورنډ کرښې سره پوله لري، په دغو سیمو کې امنیتي ستونزې ډیرې دي او له دې کبله په کې ډیر عملیات ترسره کیږي.»

طالبانو هم تر هغه وروسته چې نوي افغان ولسمشر په کار پیل وکړ، پر کابل او د افغانستان پر نورو سیمو باندې خپلو بریدونو ته زور ورکړ ترڅو وښيي چې له امریکا متحده ایالاتو سره د افغانستان د امنیتي تړون او د دغه هیواد د نوي ولسمشر مخالف دي. دې ډلې گواښ کړی دی چې په راتلونکې کې به هم خپلو بریدونو ته دوام ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د پلان له مخې به د روان کال تر پایه پورې ټول بهرني جنگي ځواکونه له افغانستان څخه ووځي او افغان ځواکونه به د خپل هیواد بشپړ امنیتي مسوولیت پر غاړه واخلي. دغه ځواکونه همدا اوس د عملیاتو مشري په لاس کې لري. ناټو به په افغانستان کې تر ۲۰۱۴ کال وروسته خپل جنگي ماموریت ختم او نوی روزنیز ماموریت پیل کړي چې موخه به یې د افغان ځواکونو روزنه، سمبالول او هغوی ته د مشورو ورکول وي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب