1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستانی خبریال په ننگرهار کې په بند محکوم شو

رضا شیر محمدي۱۳۹۳ تیر ۲۴, سه‌شنبه

د ننگرهار ولایت چارواکو ویلي دي چې یو پاکستانی خبریال له «دښمن سره د مرستې» په تور په څلور کاله بند محکوم شوی دی. دغه خبریال افغانستان ته په غیرقانوني توگه د راتلو په تور نیول شوی وو.

https://p.dw.com/p/1CdBL
سمبولیک انځور له ارشیف څخه
سمبولیک انځور له ارشیف څخهانځور: Fotolia/rudall30

په ننگرهار ولایت کې یوې لومړنۍ محکمې يو پاکستاني خبریال فیض الله خان، په څلور کاله بند محکوم کړی دی. د محکمې دغه حکم د قانون له مخې د تجدید وړ دی. د افغانستان د خبریالانو مرکز د دې پیښې به اړه د جزئیاتو د خپریدو غوښتنه کړې ده.

د افغانستان د خبریالانو د مرکز په حواله دې پاکستاني ژورنالیست د خپل هیواد "ای.آر.وای" نومي تلویزیون له پاره کار کاوه چې څه نا څه دوه نیمې میاشتې مخکې د ننگرهار ولایت په لعل پوره ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی وو. د دغه خبریال محکمه تیره اوونۍ ترسره شوه، خو د قضیې په اړه یې ډیر جزئیات نه دي خپاره شوي.

د خبریالانو د مرکز مشر احمد قریشي، له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: «د پاکستان سفارت موږ ته ویلي دي چې دې خبریال د جاسوسۍ له توره برائت ترلاسه کړی وو. نو له چارواکو زموږ غوښتنه دا ده چې دغه پیښه روښانه کړې چې پر نیول شوي پاکستاني خبریال باندې لگیدلي تورونه څه دي؟»

له بلې خوا د ننگرهار ولایت ویاند احمد ضیا عبدالزی، وایي چې دغه کس په غیرقانوني توگه افغانستان ته د راتلو او د طالبانو له مشرانو سره د اړیکې ټینگولو په تور نیول شوی او په څلور کلن بند محکوم شوی دی. د ننگرهار ولایت د استیناف محکمې رئیس قاضي محمد اشرف امین، روښانه کړه چې لومړنۍ محکمې د پیښې تر څیړنې وروسته دغه خبریال په بند محکوم کړ.

ښاغلي امین وویل: «هغه له پاکستان څخه راغلي وو او د افغانستان د حکومت پر ضد یې هڅې کړې وې. د کورنیو او بهرنیو جرایمو پر ضد زموږ لومړنۍ محکمې په دې اړه حکم وکړ او هغه یې له دښمن سره د مرستې په تور په څلور کاله بند محکوم کړ. دا حکم له طالبانو سره د اړیکې ټینگولو له کبله نه دی صادر شوی.»

د ننگرهار د محکمې مشر په دې اړه د جزئیاتو له ورکولو څخه ډډه وکړه چې د دغه کس محکمه تر کومو شرایطو لاندې ترسره شوې وه او دا چې هغه کوم مدافع وکیل لاره او که نه.

د ننگرهار د څارنوالي د ملي امنیت پر ضد له جرایمو سره د مبارزي ادارې مشر شیرفراز خان، هم د دغې قضیې په اړه جزئیات بربنډ نه کړل او ویې ویل: «دغه دوسیه زموږ له ادارې څخه محکمې ته تللې ده او په اړه یې حکم هم صادر شوی دی. زه او زما اداره د دې صلاحیت نه لري چې د دغه مسایلو د جزئیاتو په اړه وغږیږو.»

له بلې خوا د افغانستان د خبریالانو د مرکز په حواله د محکوم شوي پاکستاني خبریال د تلویزیون مشر سلمان اقبال، روښانه کړې ده چې له دې موضوع سره به قانوني چلند وکړي او له همدې کبله یې په ننگرهار کې د پاکستان له قونسلگرۍ سره اړیکه نیولې ده.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب