1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په نورستان کي 12 تنه کارګر په بمبارکي وژل سوي.

۱۳۸۶ آذر ۷, چهارشنبه

د افغانستان په ختيځ په نورستان ولايت کي د امريکايي ځواکونو په هوايي بمباريو کي د يوه شخصي ساختماني شرکت 12 تنه کارګر وژل سوي دي.

https://p.dw.com/p/DK7p
دغه کارګر په يوه خېمه کي ساختماني شرکت ته نژدې بيده وه، چي بمبار ورباندي سوی دی.
دغه کارګر په يوه خېمه کي ساختماني شرکت ته نژدې بيده وه، چي بمبار ورباندي سوی دی.انځور: AP

د سړک جوړوني ددې ساختماني شرکت مشر ساجدنورالله جلالي ويلي دي، چي دغه کارګر په يوه خېمه کي ساختماني شرکت ته نژدې بيده وه، چي بمبار ورباندي سوی دی. نوموړي د څولسو کسانو د وژلو خبر ورکړی دی، خو د نورستان والي تميم نورستاني ويلي دي، چي په دې پيښه کي 12 تنه وژل سوي دي.

د والي په وينا، چي امريکايي ايتلافي ځواکونوته غلط استخباراتي معلومات ورکړل سوي وه، او ځواکونو په دې خېمه کي پر پرتو خلکو باندي د طالبانو ګمان کړی و.

په بګرام کي د ايتلافي ځواکونو يوه وياند ويلي چي دوی به ددې پيښي علت وڅېړي.