1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په نوزاد کې سخته جگړه شوې ده

آژانسونه، عبدالباري حکیم۱۳۹۴ خرداد ۵, سه‌شنبه

د هلمند ولایت د نوزاد په ولسوالۍ کې د حکومتي ځواکونو او د وسلوالو یاغیانو ترمنځ سختې نښتې شوي دي. نړیوالو آژانسونو د حکومت د لږ تر لږه ۱۹ امنیتي منسوبینو د وژل کیدو رپوټ ورکړی دی، خو د هلمند د والي مرستیال دغه شمیر ردوي.

https://p.dw.com/p/1FWcA
انځور: imago/Xinhua

یوه افغان چارواکي د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چې گڼ شمیر یاغیانود دوشنبې په ورځ د هلمند ولایت پر یو شمیر امنیتي پوستو بریدونه وکړل او په دغه ولسوالۍ کې یې یو شمیر منسوبین ووژل. نوموړي چارواکي چې د خپل هویت د نه بربڼدولو په شرط یې له نوموړي خبري آژانس سره خبرې کړي دي ویلی دي: «دغه حمله د دوشنبې په ورځ د نوزاد په ولسوالۍ کې وشوه. په دغه یرغل کې ۱۹ تنه پولیس ووژل شول.»

د آژانسونو د رپوټونو له مخې په وژل شوو کسانو کې ۱۴ پولیس شامل دي. د رویترز خبري آژآنس په نوزاد کې د ملي اردو د ۷ تنو غړو د وژل کیدو رپوټ هم ورکړی دی. نوموړي خبري آژانس د نوزاد د ولسوالۍ د ولایتي شورا د یوه غړي عبدالله افغان، له خولې لیکلي دي چې په وژل شوو کسانو کې د نوزاد د امنیې د قومندانۍ مرستیال، هم شامل دی.

خو د هلمند د والي مرستیال محمد خان رسول یار، د رسنیو دغه رپوټونه ردوي او وايي چې په «نوزاد کې یې دښمن ته غاښ ماتونکی» ځواب ورکړی دی. رسول یار، دویچه ویله ته په یوه تیلفوني اړیکه کې د نوازد د جگړې پخلې وکړ او ويې ویل چې د یاغیانو د بریدونو مخه نیول شوې ده. رسول یار، زیاته کړه چې په دغو نښتو کې «دښمن» ته سخته مرگ ژوبله اوښتې ده: «له دښمن څخه په ساحه کې ۱۳ مړي پاتي دي او له ۲۵ څخه زیات ټپیان دي. البته طبیعی ده چې موږ ته هم تلفات اوښتي دي. خو د دښمن په پرتله ډير کم دي.»

د دې پوښتني په ټینگار سره چې نړیوالو رسنیو د ځايي چارواکو له خولی د افغان امنیتي ځواکونو د څه ناڅه ۱۹ تنو د وژل کیدو رپوټونه ورکړي دي، رسول یار په ځواب کې وویل: «دا ردوو. زموږ تلفات دومره نه دي. موږ ته یوازې د شپږو کسانو د (وژل کیدو) خبر راکړل شوی دی. البته دا هم دقیق نه دی.»

د هوا له تودیدو سره د جگړو ډگر هم تود شوی

د هلمند د والي مرستیال په دې هکله معلومات ور نه کړل چې په نوزاد کې یرغل د چا له خوا شوی دی. رسول یار دومره وویل چې دا د «دښمن» کار دی: «تاسې پوهیږئ چې اوس د گرمۍ فصل دی. دښمن هڅه کوي چې یو څه لاس ته راوړي.» له «دښمن» څخه معمولا د افغان چارواکو هدف طالب یاغیان دي چې د حکومت او نړیوالو ځواکونو پر ضد جگړه کوي.

د نړیوالو جنگي ځواکونو له وتلو څخه وروسته طالب یاغیانو د پلازمینې کابل په شمول په مختلفو ولایاتو کې خپل ځانمرگي بریدونه او نورې حملې پراخی کړي دي.

د دوشنبې په ورځ د زابل د ولایتي شوری ودانۍ مخې ته ځانمرگي برید تر ۷۰ زیات کسان ټپیان کړل
د دوشنبې په ورځ د زابل د ولایتي شوری ودانۍ مخې ته ځانمرگي برید تر ۷۰ زیات کسان ټپیان کړلانځور: picture alliance/ZUMA Press/Arghand

د رویترز د خبري آژانس د رپوټ له مخې د میدان وردک په ولایت کې د سه شنبې په ورځ د یوې محکمې د باندې ځانمرگی برید وشو. د پولیسو قوماندان وویل مخکې له دې چې ځانمرگي برید کوونکي د محکمې انگړ ته ورننوځي، دوه تنه پولیس یی ووژل. خلیل اندرابي وویل: «دوه تنه بمي برید کوونکو د محکمې انگړ ته د ننوتلو هڅه وکړه. خو زموږ امنیتي ځواکونه چمتو وو، مخکې له دې چې هغوی د انگړ دوهمې دراوزی ته ورسیږي، ووژل شول.»

په عین وخت کې نوموړي خبري آژانس په پکتیکا ولایت کې هم د نښتو رپوټ ورکړی دی. د دغه ولایت د والي مرستیال رویترز ته وویل چې د طالبانو د تیرې شپې په یوه برید کې اته تنه پولیس ووژل شول.

په عین وخت کې د هلمند په گاونډي ولایت کندهار کې هم یاغیانو د ښوونکو د روزنې پر یوې لیلیې باندې د دوشنبې د شپې ناوخته هجوم یوړ، چیرته چې ۱۶ ساعته د هغوی او افغان امنیتي ځواکونو تر منځ نښتې وشوې. د دغه ولایت د پولیسو یوه چارواکي دراني زي ویلي دي: «پولیس وتوانیدل چې د لیلیې اوسیدونکي وباسي. په دې نښته کې یوه میرمن ووژل شوه او ۶ پولیس ټپیان شول.»

دغه یرغلونو په داسې یوه وخت کې کیږي چې د ولسمشر محمد اشرف غني حکومت له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو له پاره هڅې زیاتې کړي دي. د نیویارک ټایمز د ورځپاڼې د یوه رپوټ له مخې په تیرو ورځو کې د افغانستان د سولې د عالي شورا د دارالانشاء د رئیس معصوم ستانکزي په مشرۍ یوه پلاوي په چین کې د طالبانو له استازو سره لیدلي دي. خو دغه رپوټ د سولې د عالي شورا د اجرائیه چارو غړي شهزاده شاهد، له دویچه ویله سره په یوه تلیفوني مرکه کې رد کړ: «د سولې د شورا نه کوم غړي او نه کوم پلاوي چین ته په دې موخه سفر کړی دی.»