1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په نوي ډهلي کې د چين او هند د گډې پولې د ټاکلو په سر خبرې اترې

۱۳۸۵ دی ۲۷, چهارشنبه

چين او هند د چهار شنبې په ورځ په نوي ډهلي کې د هيمالايا د غرونو په اوږدو کې د خپلو پولو د ټاکلو په اړه نوې خبرې اترې پيل کړي دي. دغه شخړه د يو څو لسيزو راهيسته وجود لري.

https://p.dw.com/p/DKFi
د دغې پولې په سر هند او چين يو څو لسيزې وړاندې جگړه هم کړې وه
د دغې پولې په سر هند او چين يو څو لسيزې وړاندې جگړه هم کړې وهانځور: APTN

دواړو غاړو لا وړاندې ويلي وو چې د لانجې حل د دواړو په گټه دی. د هند د څرگندونو له مخې دې د خبرو پايلې د پنځ شنبې په ورځ وړاندې شي.
د هند او چين تر منځ اړيکې د 1962 م کال د جگړې راهيسې سړې شوې دي.
دغه اړيکې د اقتصادي همکارۍ په وجه ښې شوي دي خو د 3500 کيلومتره اوږدې پولې په درلودلو سره او د هغې د ټاکلو په سر کړکېچ لا دوام لري.

هند د يوې لوړې پرتې سړې او په کنگلونو پوښل شوې سيمې دعوا کوي چې 38.000 متره مربع مساحت لري او چيري چې انسانان نه اوسېږي. له پاکستان سره د چين ستراتيژيکه همکاري هم د هند په تبه نه ده. چين په خپل وار د هند آيالت ارونچال پراديش نه هند برخه نه گڼي او د تاونگ سيمه غواړي چې پخوا د تيبت ملکيت و.