1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په نيمروز کي د څښاک اوبو رسولو پروژه پيليږي

۱۳۹۱ فروردین ۲۴, پنجشنبه

د نیمروز ولایت اوسیدونکو ته د څښاک د پاکو اوبو یوه ستره پروژه پیلیږي. پر دغي پروژې باندي دولس ميلیونه امریکايي ډالره لګښت راځي، چي د افغان حکومت له خوا ورکول کیږي.

https://p.dw.com/p/14bzA
انځور: DW

د نیمروز ولایت اوسیدونکي له تیرو څو کلونو راهیسي د څښاک اوبو له شدید کمښت سره مخامخ دي.

د سیمي خلک وايي اوس مهال یا خوله ایران څخه له راغلو نلولو په لوړه بیه اوبه ترلاسه کوي او یا هم د هلمند سیند له غیر صحي اوبو څخه د څښاک له پاره کاراخلي.

نیمروز د افغانستان یو له هغو ولایتونو څخه دئ چي د هلمند سیند ئې په منځ کي تیریږي او په پای کي ایران ته بهیږي. حکومت وایې د اوبو رسولو دغه پروژه به د يوه کال په موده کي بشپړه شي.

د افغانستان د کلیو د پراختیا وزیر ویس برمک وايي، چي د اوبو رسولو دا مهمه پروژه به لومړی په مرکز زرنج کي پیل کړي. د نوموړي په وینا له دې سره به د ټولو زرنجیانو د څښاک د اوبو ستونزه هواره شي.

«دا پروژه به څلور برخي ولري، لومړی برخه ئې د چهاربرجک ولسوالۍ په مربوطاتو کي د ژورو څاګانو کیندل دي، دوهم ئې ښار ته د نلونو د غځولو پروژه ده، دریمه برخه ئې د ښار په یوه څنډه کې د اوبو دیوې ستري زیرمي جوړول دي او په پای کې به له دغي زیرمي څخه د ښار بېلا بېلو برخو ته د نلونو د یوه جال غځول وي.»

د زرنج ښار ته د اوبو رسولو د دغي مهمي پروژې د پیلیدو تړون په کابل کې له یوه شرکت سره لاسلیک شوی دئ او ډیر ژر به ئې کار پیل شي.

په ولسي جرګه کې د نیمروز د خلکو استازي فریده وايي دمګړۍ په زرنج کې یو متر مکعب اوبه په یو سل او اویا افغاني پلورل کیږي چې له څه کم څلورو امریکايي ډالرو سره برابریږي او ډیرو اوسیدونکو ته د پاکو اوبو په بیه اخیستل ګران کار دئ.

د نوموړې په وینا چي د دوی ستونزي هغه مهال له دغه اړخه ډیر شوې چې تیر کال د ایران دولت د سیاسي ملحوضاتو له مخي پر زرنج ښار باندي د اوبو رسولو کانالونه وتړل:

«موږ تیر کال د څښاک اوبو د نه شتون له کبله ډيري ستونزي لرلې، موږ له حکومته غواړو چې دا پروژه جدي وڅاري، او هغه شرکت چې پر دغه سیستم به کارکوي هم مکلف دئ چې دا پروژه په خپل لاس پر مخ بوزي پرته له دې چې دوهم او دریم لاس ته ئې وسپاري».

د حکومت وړاندوینه دا ده چې د دغي پروژې په بشپړیدو سره به شاوخوا یو سل او شل زره تنو ته د څښاک پاکي اوبه برابري شي.

د تړون له مخي به د زرنج ښار هر وګړي ته په څلرویشت ساعته کې اویا لیتره او د شاوخوا سیمو اوسیدونکو ته به۴۰ لیتره د څښاک پاکي اوبه په واک کې ورکړل شي.

افغانستان له طبیعي پلوه په خپله غیږه کې د پاکو اوبو کافي سیندونه لري خو زیاته برخه اوبه ئې ګاونډیو هيوادونو ته بهیږي.

ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زیارمل