1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په نيمروز کي يو شخصي امنيتي شرکت وتړل شو

۱۳۸۹ مهر ۱۹, دوشنبه

په نيمروز کي يواځني امنيتي کمپني د پوليسوله خوا بي وسلي کړي شوه. دغه کمپني چه د فضل الله په نوم يي د نيمروز ولايت د لارام په لاره کی د اکمالاتي کاروانونو امنيت د خوندي ساتني دنده په غاړه درلوده

https://p.dw.com/p/Pb9E
د افغانستان پوليس د شخصي امنيتي ځواکونو پر ځاي د امنيت ساتنه کوي
د افغانستان پوليس د شخصي امنيتي ځواکونو پر ځاي د امنيت ساتنه کويانځور: AP

په افغانستان کي له شخصي امنيتي شرکتونو د وسلي د ټولولو په لړکي د نيمروز د امنيتي ځواکونو له خوا يوه کمپني بي وسلي کړي شوه.

ولسمشر حامد کرزي شخصي امنيتي کمپني ملي امنيت ته ګواښ بللي او د روان ميلادي کال تر پاي پوري هغو ته وخت ورکړي چي خپل تشکيلات منحله کړي.

شحصي کمپني د ناټوځواکونوله خوا افغانستان کي د طالبانود حکومت تر نسکوريدو وروسته جوړ تر څو په دغه هيواد کی د امنیت په خوندی ساتنه کی مرتسه وکړی. خو په افغانستان کی د 9 کلونو جګړو په ترڅ کی د دغو شرکتونو بی کیفاتی ثابتی شوی.

په نيمروز کي يواځني امنيتي کمپني د پوليسوله خوا بي وسلي کړي شوه. دغه کمپني چه د فضل الله په نوم يي د نيمروز ولايت د لارام په لاره کی د اکمالاتي کاروانونو امنيت د خوندي ساتني دنده په غاړه درلوده، د يکشنبي په ورځ بي وسلي کړاي شوه. دا خبره د نيمروز د امنيي قوماندان جنرال عبدالجبارپردلي د آلمان غږ راډيو ته وکړه. هغه وويل:« دغو کسانو د نيمروز د دلارام ولسوالي کي شخصي امنيتي کمپني درلوده او 26 ميله وسلي درلودي چي پوليسو تري ضبط کړي».

دنيمروز د امنيي قوماندان وويل په دي ولايت کي يي د فضل الله نومي سړي څخه پرته بل شخصي امنيتي کمپني نه شته. نوموړي پرته له «کوم مقاوت» څخه خپلي وسلي حکومت ته تسليم کړي.

په افغانستان کي ډيري امنيتي کمپني دناټو يا امريکايي ځواکونوله خواه په دنده ګمارل شوي دي. کابو 40 زره وسلوال کسان د دغو کمپنو تر قوماندني لاندي په عملياتو کي ګډون لري. د افغانستان حکومت تيره اوني د 8 کمپنو د رسمي منحليدو اعلان وکړ چي په هغو کي يوه « بلک واتر» نومي شکرت هم شامل دي. دغه شرکت په افغا نستان کي د « اکس سرويس» تر نامه لاندي کار کاوه.

افغان حکومت دغه شخصي کمپني تورنوي چي د هيواد په ناکراريو کي لاس لري. د متحده ايالاتو د کانکرس يو وروستي رپوټ هم اوس تصويقوي چي د هغو ځينو آن « طالب اورپکو» سره هم مرسته کوي او په افغانستان کي د جګړي د اوږديو لامل ګرځيدلي دي.

شرفيار

کتونکي: عبدالباري حکيم