په نيويارک کې د کندز روغتون د بمباريو په هکله لاریون
۱۳۹۴ آبان ۱۳, چهارشنبهپه پاریس کې د بې سرحده ډاکټرانو خیریه سازمان د سه شنبې په ورځ د نیویارک په یونین سکوایر، کې یو لاریون وکړ او د یوې شیبې له پاره یې چوپتیا غوره کړه.
احتجاج کوونکي له خپل ځان سره داسي شعارونه لیږدول چې «آن جگړه هم قوانین لري» او دغه سازمان یووار په کندز کې پر روغتون باندې د هوایي برید په هکله د آزادو څیړنو غوښتنه تکرار کړه. دغه پیښه د اکتوبر میاشتې پر دریمه نیټه رامنځ ته شوې وه.
د نیویارک لاریون د پوښتنو د ځوابولو غوښتنه کړې
په امریکا متحدو ایالاتو کې د دغې څانگې اجرائیوي مشر جیسن کن، په خپلو څرگندونو کې ویلي دي: «موږ په آگاهانه ډول د جگړې په سیمه کې د کار اړونده خطرونه منو. خو هغه څه چې په کندز کې پیښ شول، یعنې په دقیقه توگه روغتون هدف گرځول، د یوې اوږدې مودې د فعاله روغتون په بشپړه توگه ویجاړول چې له ناروغانو او صحي کارکوونکو څخه ډک وو، آن د جگړې تر پولې هم وراوښتي دي.»
د دغې پیښې په هکله درې جلا څېړني د امریکا متحدو ایالاتو، ناټو او افغان حکومت له لوري تر سره کیږي، چې په پایله کې یې دیرش تنه ووژل شول. خو په سويس کې د بې سرحده ډاکټرانو د حقیقت موندني کمېسیون د آزادو تحقیقاتو د ترسره کیدو غوښتنه کوي.
یو میاشتنی یادون
د متحدو ایالاتو ولسمشر بارک اوباما د دغي پیښې په هکله بخښنه وغوښته او هوایي برید یې یوه تیروتنه وبلله. خو پینتاگون د دغې پیښې په هکله چې ولې پر روغتون يرغل وشو؟ په هکله توپیر لرونکي معلومات ورکړي دي.
اسوشیتد پرس خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د امریکا متحدو ایالاتو استخبارات په دې هکله څېړني کوي چې آیا د برید پر مهال طالب جنگیالي په دغه روغتون کې وو او که نه. خو بې سرحده ډاکټران د روغتون په ودانۍ کې د طالبانو د شتون خبره نه مني.
د دغه خیریه سازمان د سویس څانگې مشر توماس نیرلي، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې په دې هکله لږ هیله مندي شته چې حکومتي څیړنې دې پوښتنو ته ځواب ووایي. هغه زیاته کړې ده: «زما په آند دا یو بشړه خیال دی چې [د دغو څیړنو په پایله کې] یو ډول عدالت دې تأمین شي.»
دغه برید د کندز د روغتون د بندیدو سبب وگرځید، چې په دغه جگړه ځپلې سیمه کې د خپل ډول یوازینې روغتیایي مرکز وو.