1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په نيپال کي د نوي اساسي قانون د پاره جرګه ټاکل سوې

۱۳۸۷ فروردین ۲۲, پنجشنبه

د اساسي قانون د دغه نوي ټاکل سوي جرګې دنده به داوي چي په نيپال کي 240 کلن زوړ هندويي شاهي رژيم له منځه ولاړسي او پر ځای به يي، د دوکلونو دپاره دغه جرګه په نيپال کي دپارلمان دنده پر غاړه واخلي

https://p.dw.com/p/Dfk7
د نيپال 17,6 مليونه وګړې و رايو ورکولو ته رابلل سوي وهانځور: Thomas Bärthlein/DW

څنګه چي په رسمي خبرونو کي ويل سوي، د نن ورځي ټاکني چي په دغه هيواد کي د 9 کالو نه وروسته لمړ ټاکني بلل کيږي، تر ډ يره حده پوري په يوه آرامه فضا کي سرته رسېدلي. ځيني وړې پيښي سوي چي له بده مرغه يو تن په دغه پېښو کي وژل سوي هم دي. د نن ورځي دټاکنو دامنيت دساتني دپاره 135000 پوليسان موظف سوي و.

ددغه ټاکنو نتيجي به لږ تر لږه لس ورځي وروسته څرګنديږي. د نيپال د اساسي قانون په جرګه کي ديوه څوکي د ګټلو دپاره 54 ګوندونو خپل پلويان نومولي دي خو ددغه هيواد سترو ګوندونو مخکي دمخه دا پريکړه کړې چي په نيپال کي شاهي نظام ړنګ او پر ځايي باید يوجمهوري نظام منځ ته راسي. کوم ټاکني چي نن په نيپال کي داساسي قانون ديوې جرګي دپاره سوي، دغه موافقه ليک په صطلا زړی بلل کيږي چي په 2006 ميلادي کال کي په دغه هيواد کي دماويستانو او دنيپال د شاهي رژيم ترمنځ هغه کورنۍ جګړه بايد پای ته ورسېږي چي د څو لسيزو څخه را پديخوا په دغه هيواد کي روانه وه

د نيپال د نن ورځي په ټاکنو کي ددغه هيواد 6 ، 17 مليونه وګړي دې ته رابلل سوي وه چی خپلي رايي ورکړي. ډيروته داپوښتنه مطرح ده چي آيا هغه ګوندونه او سياسي ډلي چي په تيرو لسو کلونو کي يې دغه هيواد په وينو لړلی ا و د پرمختګ ټول څرخونه يې درولي وه، دوی به په راتلونکي کي دغه هيواد دسولي، ثبات اوسوکاليو په لوربوزي؟

يو ددغه ډلو څخه ماويستان دي. آيا دوی به په راتلونکي کي د سولي او سوکالۍ مخکښ کسان وي. دا چي په نيپال کي به د نن ورځي د ټاکنو په نتيجه کي څه پېښېږي ددې پوښتني ځواب به ډير دمخه وي خو يوه خبره روښانه ده چي په نيپال کي به په راتلونکي کي د شاهي رژيم ټغرټوليږي.