1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په نړيواله کچه هر کال 2 مليونه انسانان د قاچاق قرباني کيږي

۱۳۸۹ خرداد ۲۰, پنجشنبه

په ملگرو ملتونو کي د اسانانو د قاچاق د رپوټ برابرونکې نايجيريايي حقوق پوهه جای ايڅاليو وايي، چي د انسان د قاچاقبرو دپاره سوداګري ښه بڼه مومي. غوښتنه ورته پیاوړې ده، د انټرنيټ د برکته يې لوژيستيکي چاري هم ښې سمبال دي...

https://p.dw.com/p/Nn30
د انسان قاچاق تر ټولو د مخه د هغو سيمو تر منځ پيښيږي چي زيات اقتصادي توپير لري.
د انسان قاچاق تر ټولو د مخه د هغو سيمو تر منځ پيښيږي چي زيات اقتصادي توپير لري.

هغه وايي:«د انسان قاچاق په نړۍ کې ډير ژر وده کوونکی جنايت دی. دغه جنايت د مخدرو توکو او وسلو له سوداګرۍ نه وروسته په دريم ځای کي راځي.په دې کې د ملياردونو خبره ده. زموږ دنده داده چې دغه سوداګري دوی ته سخته کړو او او د انسان د قاچاق کوونکو لپاره يې کارونه له منځه يوسو.»

جای ايڅايلو انګيري چي هرکال د 1,5 تر 2,5 مليونه کسه د انسان د قاچاق قربانيان کيږي.

د انسان قاچاق کوونکي له مجبوريتونو څخه ګټه اخلي. دا کيدای سي بې وزلي وي، او يا وسله واله نښته.

مګر کيدای سي يوه بد چانسی او يا کومه ځانګړی ناخواله هم څوک د مدرن مرييتوب طُعمه او توښه وګرځوی. دا بې توپيره ده چې دا جنسی زبيښاک دی او يا د کار د توان زبيښاک، دا خبره د کډوالۍ له نړيوالې ټولنې څخه جين - فيليپ چاوزی څرګندوی. دا هغه ټولنه ده چې په نړيواله سويه ژوند ته د انسان د قاچاق د قربانيانو د بيرته راګر ځولو لپاره کار کوی.

د انساني قاچاق تر مفهوم لاندي سړی د پلان سره سم انساني زبېښاک پيژني. دقاچاق قربانيان په زور، ګواښ او چل ول سره لاسته راوړل کيږي. د انسان قاچاق تر ټولو وړاندي د هغو سيمو تر منځ پيښيږي چي زيات اقتصادي توپير لري.

دا د نړۍ په ټولو برخو کې پيښيدای شی. ډيري حکومتونه له دغو قربانيانو سره په چلند کې ځانته زحمت نه ورکوی او زر تر زره يې خپلو هيوادونو ته بيرته ليږی. د ځانګړي رپوټ برابروونکې جای ايڅايلو وايي چې د قربانيانو حقونو ته بايد په ډير درنښت وکتل شی:

«څرنګه چې اوس ليدل کيږی، قربانيان په جنايتکارانو بدليږی. دوی نيول کيږی او بند ته اچول کيږی او لکه غير قانونی کډوالو غوندې چلند ورسره کيږی. د دغو خلکو سره مرسته په شرايطو پورزې اړه لری، په چوپتيا، که ته له موږ سره کار وکړې، نو ته؛ به پاتې شې، که نه نو: ، که ته له موږ سره کار وکړې ، کولای شې په روغتون کې دې درملنه وکړې او يا دا يا بل شی به تر لاسه کړې. نه! دا شرطونه دی. څه شی چې موږ يې غواړو، له شرطونو پرته مرسته ده. حکومتونه بايد د انسان د قاچاق په هکله خپل نظر ته بدلون ورکړی: دلته خبر د بشری حقونو د تر پښو لاندې کولو پر سر ده.»

يانا کوهوت د انسان د قاچاق د پخوانۍ قربانی په توګه د دولت هر ډول ملاتړ هرکلی کوی. د دې خپلې تجربې دې ته ورزده کړی چې د پوليسو او ادارو په مرسته حساب نشی کولای.

Witte, Claudia/ سهيلا حسرت نظيمي

کتونکی. زيارمل