1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په نړۍ کي د کډوالو شمېر زيات سوی دی

احمدولي اڅکزی (آژانسونه)۱۳۹۲ شهریور ۲۱, پنجشنبه

د ملگرو ملتونو د يوې څېړنې پايلې ښيي چي په نړۍ کي اوس څه باندي ۲۳۲ مليونه انسانان له خپلو هيوادونو څخه بهر ژوند کوي. د تيرو لسيزو په پرتله په نړۍ کې د گډوالو شمیر ډیر شوی دی.

https://p.dw.com/p/19gZy
انځور: picture-alliance/dpa

د ملگرو ملتونو څېړنو څرگنده کړې ده چي په ۲۰۰۰ کال کي په نړۍ کي ۱۷۵ میليونه انسانان له خپلو هيوادونو څخه بهر اوسېدل. زياته سوې ده چي په ۱۹۹۰ کال کې د دغو کډوالو شمېر ۱۵۴ میليونه وو. خو په روان کال کې د نړۍ د کډوالو شمیر ۲۳۲ میليونو کسانو ته رسیدلی دی. په دې توگه له ۱۹۹۰ کال څخه تر اوسه پورې په نړیواله کچه د کډوالو په شمېر کي د ۷۸ میليونو انسانانو زياتوالی راغلی دی. د څېړنې پايلي ښيي چي په ټوليزه توگه د نړۍ د نفوس ۳،۲ سلنه برخه کډوال دي.

د کډوالو لومړی انتخاب امريکا، آلمان، روسيه او سعودي عربستان دی

دغه څېړنه چي پايلې يې د روانې میاشتې په ۱۱ نېټه خپرې سوې دي ښيي چي د نړۍ د کډوالو زيات تمايل د لسو هيوادونو پر لور دی چي په کې امريکا متحده ايالات، آلمان، روسيه او سعودي عربستان شامل دي.

د ملگرو ملتونو په وينا د امريکا متحده ايالتونه د نورو ټولو هيوادونو په پرتله د ډیرو کډوالو له پاره لومړی انتخاب دی. خو بیا هم اروپا او آسيا هغه سترې وچې دي چي د نړيوالو کډوالو له درو برخو څخه دوو برخو ته يې ځای ورکړی دی.

د ملگرو ملتونو ياده څېړنه د نوموړې ادارې د اقتصادي او ټولنيزو چارو له پاره د ځانگړي څانگې له خوا تر سره سوې ده. دغه څیړنه د بېلابيلو هيوادونو د نفوس شمېرنې د ملي شمیرو پر بنسټ شوې ده. يو شمېر هغه هيوادونه چي نفوس شمېرنې يا خو له سره نه وې کړي او يا يې ډېر پخوا کړې وي، د هغوی په برخه کې له اټکليزو شمیرو څخه کار اخيستل سوی دی. د بېلگي په توگه په لبنان کي په ۱۹۳۰ کال کې د وروستي ځل له پاره نفوس شمیرنه شوې وه.

کډوالۍ گټي هم لري

د ملگرو ملتونو د اقتصادي او ټولنيزو چارو د څانگې رئيس وو هونگبو، وایي چي د نفوس انتقال يو شمېر گټي هم لري. هغه زياتوي: «کډوالۍ د دې سبب گرځي چي د انسانانو له پاره د امکاناتو ساحه پراخه کړي. د دې تر څنگ دغه شته آسانتياوو او منابعو ته د لا زياتو انسانانو لاسرسی ممکنه کوي او د بېوزلي په کمولو کي مرسته کوي.»

د څېړنې پايلي ښيي چي د نفوس زيات انتقال د سويلي آسيا څخه لوېديځي آسيا ته تر سترگو کيږي. د ملگرو ملتونو چارواکي بېلا هووي، په دې هکله د آی پي ايس خبري آژانس ته ويلي دي: «يو نوښت دا دی چي په لوېديځه آسيا کي په پراخه کچه ساختماني کارونه روان دي چي له همدې کبله د بنگله دېش، سريلنکا او نيپال په څیر هیوادونو څخه انسانان لوېديځي آسيا ته کډن کیږي.»

کډوالۍ دوه اړخونه لري

د هووي په خبره قطر، سعودي عربستان او عرب اماراتو ته د آسيايي کډوالو تمايل تر ټولو زيات دی. د شمېرو له مخې په عرب اماراتو کي اوس له ۲،۹ میليونه څخه زیات هنديان ژوند او کار کوي. د ملگرو ملتونو چارواکی هووي زياتوي چي هغه پيسې چي کډوال يې له لوېديځې آسيا څخه خپلو هيوادونو ته لېږدوي، د دغو هیوادونو په پرمختگ کي لويه مرسته کوي. نوموړی زیاتوي: «په پلرني هيواد کي د پاتي کورنيو له پاره له بهر څخه د پيسو استول ډېر گټور وي. دوی کولای سي چي په دغو پيسو د ماشومانو د تعليم او د روغتیايي آسانتياوو مصارف پوره کړي.»

د ملگرو ملتونو سازمان د کډوالۍ د گټو تر څنگ د هغو منفي اړخونو ته هم اشاره کوي. د بېلگي په توگه دا چي په منځني ختيځ کي له کډوالو کارگرو سره د ناوړه چلن کیږي او په ډیرو مواردو کې یې حقوق تر پښو لاندې کیږي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب