1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په نړۍ کي تير کال 2000 انسانان په اعدام محکوم سوي

۱۳۸۹ فروردین ۱۰, سه‌شنبه

د هغو هېوادونو په لړ کې چې په2009 کال کې يې انسانان اعدام کړي دي، چين د بښنې د نړيوال سازمان يا امنيستي انترنيشنل د عمومي منشي، مېرمن مونيکه لويکه په وينا، لومړی مقام لري...

https://p.dw.com/p/Mhow
د چين تر څنګ د بښنې د نړيوال سازمان د ارقامو له مخې ايران، عراق، سعودي عربستان او د امريکې متحده آيالتونه هم د اعدام حکم ډېر پلی کوي
د چين تر څنګ د بښنې د نړيوال سازمان د ارقامو له مخې ايران، عراق، سعودي عربستان او د امريکې متحده آيالتونه هم د اعدام حکم ډېر پلی کويانځور: picture-alliance/dpa

«په چين کې په څرګند ډول په دنيا کې تر ټولو زيات انسانان وژل کيږي. موږ په دې بوهيږو، خو دقيق نه پوهيږو چې څومره کسان به وي. د چين حکومت زموږ له ارقامو څخه پخوا ګټه اخيسته، ځکه چې هغه حد اقل رقمونه وو او هغوی به خپرول. نامعلوم رقمونه ډېر لوړ دي، ځکه چې خلک له لنډمهالو محاکمو وروسته په دوو ورځو کې بې له يوې صحيح قضايي پلټنې اعدام شوي دي. فقط په دې اونۍ کې يو کس د قمار او بيا د پيسو د نه ورکړې په تور وژل شوی دی.»

په چين کې د مالياتو د نه ورکړې په صورت کې هم، چې تاوتريخوالی په کې هيڅ رول نه لوبوي، هم د مرګ حکم اورول کيږي. دا نيوکه مېرمن لويکه کوي. هغه له دې امله اندېښمنه ده او يو بل حقيقت ته هم اشاره کوي.

«دا چې موږ د چين په اړه ارقام نه خپروو، بايد داسې ونه ګڼل شي، چې په چين کې ښه توب راغلی دی، لکه څنګه چې چينايي مقامات همېشه وايي. که ښه والی راغلی وي، نو مهرباني، چين دې خپل ارقام خپاره کي.»

د چين تر څنګ د بښنې د نړيوال سازمان د ارقامو له مخې ايران، عراق، سعودي عربستان او د امريکې متحده آيالتونه هم د اعدام حکم ډېر پلی کوي. د امنيستي په وينا دغه حکمونه له غيرعادلانه قضايي پلټنو وروسته عملي کيږي او دېر ځل، غريبو خلکو او نژادي، ملي او مذهبي لږکيو پورې صدق کوي.

په چين، ايران او سوډان کې د مرګ حکم د سياسي موخو لپاره هم کارول کيږي، لکه د مونيکه لويکه په وينا د مخالفينو د چوپ کولو لپاره. د ايران په برخه کې هغه دغسې ارقام راپه ګوته کوي.

«په 2009 کال کې موږ د 388 انسانانو په اړه خبر لرو، خو لا ډېر به وي. دا حد اقل رقمونه دي. په تېره بيا په جون کې د ټاکنو او د احمدي نژاد د دندې د پيل په موده کې تر اګسته پورې 112 انسانان د دولتي ادارو لخوا وژل شوي دي. دا څرګند سياسي علتونه لري، ناسمې محاکمې وې او حتی داسې کسان هم په کې راځي چې د تورن کېدلو په وخت لا د 18 و کالو هم نه وو. دا د نړيوالو حقوقو له مخې يو غيرقانوني کار دی.»

د بښنې د ټولنې د آلمان د څانګې عمومي منشي د امريکا په متحده آيالتونو کې هم ډېرې ناحل شوې ستوزې ويني. هلته بايد د اعدام د حکم په وړاندې چټک ګامونه اوچت شي.

«سړی بايد په څرګند ډول ووايي چې د امريکې ولسمشر اوباما د مرګ حکم نه ردوي، بلکې پلوي يې کوي. تر څو چې دغه حقيقت بدل نه شي، نو په چين او يا جاپان باندې د فشار راوستل هم څه آسانه خبره نه ده.»

له دې سره سره، د اعدام د حکم د منځه وړل بيا هم چټک پرمختګ کړی دی: 139 هېوادونو اوس د مرګ حکم بند کړی دی. په 1977 م کال کې کله چې امنيستي انترنېشنل خپل کار پيل کړ، يوازې ۱۵ هېوادونه وو چې اعدام په کې شتون نه درلود. په 2009 کال کې د توګو او بوروندي لخوا د اعدام حکم هم د منځه يوړل شو او په اروپا کې په 2009 م کال کې په لومړي ځل هيڅ کس اعدام شوی نه دی.

Ripperger, Sabine/ نسيم صابر

کتونکی. زيارمل