په نړۍ کي د بېکارانو شمېر نور هم ډير سوی دئ
۱۳۹۱ بهمن ۳, سهشنبهاعلان
د ۵ کلونو راهیسي اقتصادي بحران شروع کیدل د کار پر بازار باندي هم ډیر خراب تأثیر کړی دی. د کار نړيوال سازمان ILO د یوه نوي رپوټ پر اساس سږکال په ټوله جهان کښي د ۵ ميلیونو بېکارانو د اضافه کیدو اټکل کیږي. په دې ډول به نو په ټوله دنیا کښي د بېکارانو تعداد ۲۰۲ ميلیونو ته لوړ سي. دغه سازمان خصوصاً د ځوانانو په منځ کښي د بېکارۍ اندېښنه ښوولې ده. په اوس وخت کښي په ټوله نړۍ کښي ۷۳،۸ ميلیونه ځوانان بېکاره دي. د ملګروملتو دغه فوق العاده سازمان په خپل رپوټ کښي د سیاست او اقتصاد څخه غوښتي دي چي په قاطعیت سره د بېکارۍ پر ضد مبارزه وکړي.