1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په نړۍ کي د بېکارۍ کچه نوره هم لوړيږي

مسعود جهش (دويچه ويله)۱۳۹۱ بهمن ۳, سه‌شنبه

د کار نړیوال سازمان ویلي دي چې د نړۍ په بیلابیلو هیوادونو کې روان مالي کړکیچ په دوامدار ډول د کار مارکیټ تر اغیزې لاندې راوستی دی. دې سازمان پر پالیسي جوړوونکو باندي غږ کړی دی چې د دې ستونزې مخه ونیسي.

https://p.dw.com/p/17Oln
انځور: picture-alliance/dpa

د کار نړیوال سازمان (International Labor Organization) د سه شنبې په ورځ په یوه رپوټ کې وویل چې په نړۍ کې روان مالي کړکیچ د کار پر مارکیټ باندي ډیرې خرابې اغیزې کړي دي او د بېکارۍ کچه یې لوړه کړې ده.

په رپوټ کې راغلي دي چې په وروستیو پنځو کلونو کې ۲۸ میلیونه کسانو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي. د رپوټ په حواله په همدې موده کې ۳۹ میلیونه نورو کسانو د دندو له لټولو څخه لاس اخیستی دی، ځکه هغوی په دې خبره ډاډه نه دي چې آیا وبه شي کولای چې د خپلې خوښې دنده تر لاسه کړي او که نه؟

د کار د نړیوال سازمان مشرتابه په ژنیو کې ده. دې سازمان په خپل رپوټ کې له یوه اوږد مهاله او عمیق کاري کړکیچ څخه خبرې کړي دي او کواښ یې کړی دی چې په راتلونکو پنځو کلونو کې به په ټوله نړۍ کې د بېکارۍ کچه لا پسې لوړه شي.

د دې سازمان په حواله تر ۲۰۱۸ کال پورې به په نړۍ کې د ناکافي پرمختګ له کبله ۲۱۰ میلیونه کسان بېکاره شي.

ډیري پانګوني ته اړتیا شته

د کار د نړیوال سازمان مشر ګې ریدر، ویلي دي چې سازمان یې په خاصه توګه د هغو کسانو په منځ کې د بېکارۍ د لوړې کچې په اړه اندیښنه لري چې د ۱۵ او ۲۴ کلونو تر منځ عمرونه لري. هغه زیاته کړې ده چې اوس په نړۍ کې څه نا څه ۷۵ میلیونه ځوانان نه شي کولای چې د خپل عادي ژوند له پاره کافي پېسي وګټي.

ښاغلي ریدر پر دولتونو باندې غږ کړی دی چې د کار د بازار د بیا ودې له پاره په نوو اقداماتو باندې لاس پورې کړي.

هغه ټینګار کړی دی چې دولتونه باید اوس د کار د مارکیټ د ودې له پاره ډیرې پیسې ولګوي ځکه د هغه په خبره اوس خصوصي سکتور د روان اقتصادي کړکیچ له کبله ډیرو پانګوونو ته زړه نه ښه کوي.

د کار نړیوال سازمان همداراز په بانکي سیستم کې د بیړنیو اصلاحاتو غوښتنه کړې ده. دې سازمان ویلي دي چې بانکونه باید وړو او منځنیو تجارتونو ته پورونه ورکړي.