1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په نړۍ کي د سلاو لکښت 1500 مليارده ډالرو ته لوړ سوی دی

۱۳۸۹ خرداد ۱۲, چهارشنبه

د نړيوالي مالي بحران سره سره په تير کال کي يوازي د امريکا متحده ايالاتو د 661 مليارده ډالرو په ارزښت سلاوي توليد کړي...

https://p.dw.com/p/Ng1M
په سويډن کي د سولي نړيواله څېړونکې موسسه سيپري
په سويډن کي د سولي نړيواله څېړونکې موسسه سيپري

نړيوال مالي بحران او بانکي رکود هم ونسوای کړای، چي په 2009 ميلادي کال کي د هغو دولتونو پر مختگ ته خنډ سي چي سلاوي توليدوي، هغوئ بيا هم په ښکاره توگه په پوځي برخه کي ډيري پيسې لگولي دي.

په دنهاگ کي د SIPRI يا د سولي ڼړيواله څېړونکې موسسه په خپل کلني رپوټ کي ليکي چي په يوه کال کي په نړيواله کچه په پوځي لاره کي 1,5 بليونه يا(1500) مليارده ډالره لگېدلي دي.

ددې انستيتوت د يو څېړونکي سام پيرلوپريمن په خبره د 2008ميلادي کال په پرتله په نړيواله کچه په پوځي برخه کي 6 فيصده ډيروالی راغلی.

«نړيوال مالي بحران د پوځي مسايلو سره هيڅ ارتباط نه درلودی. دولتونو غوښتل چي په دې سره خپل اقتصادي رونق وښه يي، ولي پوځي مصارف ددې رونق برخه نه ول. او په دې کي هم کوم لږوالی نه دی راغلی.»

هغه زياتوي په پوځي مصاريفو کي د امریکا متحده ايالات تر ټولو مخکي دي. هغې خپله پوځي بودجه 47 مليارده ډالره لوړ ه کړې ده. حقيقت دادی چي بېله يو شمېر شرقي اروپايي هيوادونو څخه نور په ټوله نړۍ کي پوځي کول جريان لري.

امريکايي جنگي بېړۍ او اوبتل
امريکايي جنگي بېړۍ او اوبتلانځور: AP

« د امريکا متحده ايالات بيا هم د يوه بشپړ حاکميت ستراتيژي تعقيبوي، تر څو خپل ځان د هر ډول تهديدونو په وړاندي خوندي وساتي. او دا د اوباما د حکومت په دوران کي هم کوم بدلون نه دی پيدا کړي. ددې سره سره چي امريکا په دې لټه کي ده چي، د خپلي بوديجې کسر تر کنترول لاندي راولي ولي بيا يي په راتلونکي کال کي پوځي مصاريف ډير دي.»

په ستاکهولم کي د سولي د نړيوالي څېړونکي موسسې کارپو ټيم فوکسلي د دولتونو څخه پوښتنه کوي، چي دوئ بايد د پوځي بودجې په برخه کي د غيري دولتي کارپوهانو څخه مشوره وغواړي، تر څو په دې ډول پټ شيان بررسي کړي.

دا چي د امريکا د متحده ايالاتو اولسمشر غواړي، چي د اټومي بې وسلې کولو په موضوع کي د 8000 په شاوخواکي اټومي خولی د منځي ولاړي سي. د سيپري د څېړنکي موسسې په عقيده دا کار د بې وسلې کولو په لاره کي يو مهم گام بلل کېدای سي.

خو خبره داده،چي سړی د بې وسلې کولو ددغي پروژې عملي کولوته ډيره اميدواري نسي درلودای. ځکه ايران او شمالي کوريا د پردې تر شا اټومي سياست چلوي.

د سيپري يا د سولي د نړيوالي څېړونکي موسسې په کلني رپوټ کي ويل کيږي، چي د نړۍ په روانو لانجو کي، لکه په افغانستان کي د طالبانوسره په مبارزه کي ناټو کوم بری نه دی تر لاسه کړی او په نژدې راتلونکي کي يې د بري چانس لږ ليدل کيږي.

ټيم فوکسلي وايي:

کله چي سړی د افغانستان روانو حالاتو نظر واچوي نو دا پوښتنه سړی حق لري چي مطرح کړي، چي دوئ په دغه څه کم لسو کلونو کي څه شی ترلاسه کړي دي. کال په کال د عسکرو په شمير کي زياتوالی راغلی او په هرو دولسو کلونو کي ددوی په ستراتيژي کي بدلون راغلی. د ډيرو هيوادونو عسکر په دې هيواد کي په خپلو دندو کي پاته راغلي، هالند کاناډا غواړي چي خپل عسکر د افغانستان څخه و باسي او طالبان په دې تمه دي چي نور به کله دا کار کوي.

Budde, Alexander/ زيارمل

کتونکی. زيارمل