1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په نړۍ کي د ماينونو د قربانيانو شمېر لږ سوی دی

نجيب الله زيارمل/ آژانسونه۱۳۹۲ آذر ۷, پنجشنبه

په ۲۰۱۲ کال کي په نړيواله نړۍ کي ۳۶۲۸ تنه انسانان په مځکه کي د ښخ سوو ماينونو له کبله وژل سوي دي. په ژنيو کي د ماينونو د ممانعت نړيوال کمپاين ويلي دي چي دغه شمېر د ۲۰۱۱ کال په پرتله ۲۰ سلنه لږ دی.

https://p.dw.com/p/1AQCZ
انځور: picture-alliance/dpa

له ماينونو سره د مبارزې کمپاين د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د نوومبر ۲۸) په ژنیو په يوه تازه راپور کي ويلي دي چي د قربانيانو شمېر کېدای سي چي تر دې ډېر وي، ځکه په خبره يې د ټولو پيښو په اړه راپورونه نه دي ورکړل سوي.

د دغه کمپاين د معلوماتو له مخي تراوسه پوري په دومره زياتو هيوادونو کي له په ۲۰۱۲ کال چي ول نه ماينونه پاک سوي ول او نه هم ډېري پيسې ورکړل سوي وې. خو زياته سوې ده چي په دغه کال کي د ماينونو د قربانيانو ۷۸ سلنه ملکي وګړي ول چي د ۲۰۱۱ کال په پرتله ۵ سلنه زيات ښيي. دغه راز په ملکي وګړو کي د کوچنيان تلفات هم څلور سلنه ډېر سوي دي.

د دغه کمپاين په تازه راپور کي راغلي دي چي اوس هم په ۶۳ هيوادونو او سيمو کي ماينونه ښخ دي او په اتو نورو هیوادونو کي بيا د ماينونو د راايستلو چاري رواني دي.

تېرکال په افغانستان، کمپوچيا، کرواسيا او سريلانکا کي ۲۱۸ کيلومتره مربع مځکي له ماينونو څخه پاکي سوي دي او دغه راز ۲۴۰۰۰۰ د پرسونل ضد او ۹۳۰۰ د وسايطو ضد ماينونه شنډ سوي دي.

د راپور له مخي په مجموع کي په ۲۰۱۲ کال کي د ماينونو د پاکولو او قربانيانو سره د مرستي له پاره۶۸۱ ميليونه ډالر راټول سوي ول چي له دې څخه ۴۹۷ ميليونه ډالر نړيوالي ټولني او ۱۸۴ ميليونه په خپله هغو هيوادونو ورکړي دي چي ماينونه پکښي ښخ دي.

په ۱۹۹۷ کال کي نړيواله ټولنه د ماينونو د منع کولو په برخه کي پر «اوتاو کنوانسيون» باندی سره سلا سول. تر اوسه پوري ۱۶۱ هيوادونو دغه قرارداد لاس ليک کړی دی.

په ۲۰۱۲ کال کي د پولند هيواد په لاس لیکولو سره د اروپايي ټولني ټولو ۲۸ غړيو هيوادونو د ماينونو د منع کولو په قرارداد کي شامل دي.

له ماينونو سره د مبارزې کمپاين د معلوماتو له مخي اوس هم ۱۲ هيوادونه دغه ممنوع وسلې توليدوي.

دغه هیوادونه: چين، کيوبا، هند، ايران، برما، شمالي کوريا، پاکستان، روسيه، سنګاپور، جنوبي کوريا، د امریکا متحده ايالات او ويتنام دي.