1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په نړۍ کي د ماين چاودني پیښې بيا زياتي شوي دي

۱۳۹۵ آذر ۳, چهارشنبه

يو نوی رپوټ ښيي چې په ۲۰۱۵م کال کې د ماينونو او چاوديدونکو توکو له کبله د رامنځته کيدونکو پيښو شمير ډير لوړ شوی دی. زياتره دا پيښې د افغانستان، ليبيا، سوريې، اوکراين او يمن په شان جنګځپلو هيوادونو کې رامنځته شوي دي.

https://p.dw.com/p/2T6Dk
Kambodscha Landminen-Opfer
انځور: picture-alliance/dpa/epa/M. Irham

د «Handicap International» ټولني د تازه رپوټ په حواله په دې پيښو کې د ۲۰۱۴م کال په پرتله په ۲۰۱۵م کال کې ۷۵ سلنه ډيروالی راغلی. ويل شوي دي چې په دې موده کې د ۶۴۰۰ زيات انسانان د ماينونو له کبله وژل شوي او يا هم ټپيان شوي دي. خو پټې شميرې ښايي تر دې هم ډيرې زياتې وي. دا ډول تر ټولو زياتې پيښې په افغانستان، ليبيا، سوريه، اوکراين او د يمن په جنگځپلو سيمو کې رامنځته شوي دي.

د ماينونو د څار ټولني په دې رپوټ کې ويل شوي دي چې په دې توګه له ۲۰۰۶م کال راهيسي دا ډول زياتي پيښې په صنعتي توګه د توليد شويو او همدا راز په لاس د جوړو شويو چاوديدونکو توکو له کبله رامنځته شوي دي.

رپوټ زياتوي په ۲۰۱۴م کال کې د ماينونو د قربانيانو شمير زيات شوی وو په داسې حال کې چې په ۱۹۹۹م کال کې د ماينونو د بنديز تړون تر عملي کيدو وروسته د ماينونو د قربانيانو شمير وار د واره راکم شوی وو.

په رپوټ کې زیاته شوې ده چې ۲۱ سلنه پیښې په لاس د جوړو شويو ماينونو چاودنې دي. یعني دا هغه چاوديدونکي توکي دي چې په جنګ کې ښکيل اړخونه یې خپله جوړوي او بيا لکه د ماينونو په شان د انسانانو ژوند ګواښي او د بل هر وخت په پرتله اوس تر ټولو زيات کارول کيږي.

دا رپوټ ښيي چې د قربانيانو اکثريت ملکي وګړي دي چې په ۲۰۱۵م کال کې يې سلنه ۷۸ وه چې ۳۸ سلنه یې ماشومان ول. د ماينونو تر ټولو زياتي پیښې په افغانستان کې او بيا په ترتیب په لیبيا، يمن، سوريه او اوکراين کې رامنځته شوي دي.

په شمالي کوريا، میانمار او سوريه کې حکومتي ځواکونو هم ماينونه کارولي خو په افغانستان، عراق، يمن، کولمبيا، لیبيا، میانمار، نايجيريا، پاکستان، اوکراين او سوريه کې بيا غیر دولتي مخالفو ډلو له ماينونو څخه کار اخیستی.

د ماينونو د څار ټولنې په حواله په ټوليزه توګه په ټوله نړۍ کي ۶۴ هيوادونه او سيمي په ماينونو ککړي دي او د اوسيدونکو انسانانو ژوند ګواښي. خو سره له دې هم د ماين پاکۍ او له قربانيانو سره د مرستې له پاره د نړيوالو بسپنه ورکونکو او د اغيزمنو هيوادونو له خوا ځانګړې شوې بودجه ۱۳۹ميليون ډالر لږ شوې ده.

په داسې حال کې چې د پیښو له زياتوالي سره مرستي ته اړتيا ډيره شوې خو د ماين پاکۍ له پاره اړينه بوديجه په پرتله پسې دریم ځل راکښته شوې او له ۲۰۰۵ م کال راهيسې خپلي تر ټولې ټيټې کچې ته رسيدلې ده.

نور مطالب: