1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په نړۍ کي نزدې ۵۰ ميليونه انسانان کډوال دي

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۳ خرداد ۳۰, جمعه

د ملگرو ملتونو د کډوالو ادارې د يوه نوي رپوټ له مخي په نړۍ کي د کډوالو شمېر تر دوهمي نړيوالي جگړې راوروسته تر ټولو لوړي کچي ته رسېدلی دی. هره ورځ تقريباً ۳۰۰۰۰ انسانان کډوال کيږي.

https://p.dw.com/p/1CMcr
انځور: Getty Images

د ملگرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې (يو ان اچ سي آر) د کډوالو د نړيوالي ورځي په مناسبت د جمعې په ورځ (۲۰۱۴ کال د جون ۲۰) په ژنيو کي په یوه نوي رپوټ کي ويلي دي چي د ۲۰۱۳ کال په پای کي تر ۵۱ ميليونه زيات نارينه، ښځي او کوچنيان له ظلم او زورزياتي څخه په تېښته کي وه.

د دغي ادارې د راپور له مخي د ۲۰۱۲ کال په پای کي په نړۍ کي د کډوالو شمېر نزدې ۴۵ ميليونه انسانان اټکل سوی وو.

د ملگرو ملتونو د کډوالو چارو عالی کمېشنر انتونيو گوترز، د معلوماتو له مخي د کډوالو د زياتوالي اصلي دليل، د بېلگې په توگه په سوريه او افغانستان کي اوږدمهاله جگړې دي. هغه وويل: «دا په دې پوري تړلې ده چي سوله نسته.»

گوترز، زیاته کړې ده چي خلک په دې خطر مجبوره دي چي وتښتې او پر ځان باندي خطرونه ومني، چي په وطنونو کي يې جگړې رواني دي او پای يې معلوم نه دی. نړيوالي ټولنه بايد د سولي د ټينگښت له پاره يو له بل سره نژدې کار وکړي.

د يو ان اچ سي آر کمېشنر گوترز
د يو ان اچ سي آر کمېشنر گوترزانځور: Reuters

کورني کډوال

د يو ان اچ سي آر، ادارې د معلوماتو له مخي له دغه تر ۵۱ ميلينو زياتو په تېښته کسانو له جملې څخه نزدې ۳۳ ميليونه ښځي، نارينه او کوچنيان په خپلو هيوادونو کي تېښتي ته اړ سوي دي. په دې سره نو په خپلو هيوادونو کي د بې ځايه سوو کسانو شمېر له ۱۹۸۹کال راهيسي خپلي لوړي کچي ته رسېدلی دی.

د ملگرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې د معلوماتو له مخي يوازي په سوريه کي د ۲۰۱۳ کال په پای کي ۶،۵ ميليونه انسانان په خپله خاوره کي کډوال سوي ول چي په ټوله نړۍ کي يې ساری نه وو.

دغه راز په کولمبيا کي ۵،۴ ميليونه او په کانگو ديموکراتيک جمهور ريت کي نزدې درې ميليونه انسانان په خپلو هيوادونو کي په تېښته کي دي.

نورو هيوادونو ته کډوال

د هغو کډوالو شمېر چي په خپلو هيوادونو کي له زورزياتي او اذيت څخه تر هيواد دباندي کډوالۍ ته مجبوره سوی دي شمېر يې د ۲۰۱۳ کال په پای کي نزدې ۱۷ ميليونه ښوول سوی دی.

هغه هيوادونه چي د ۲۰۱۳ کال په پای کي يې تر هيواد دباندي د کډوالو شمېر زيات وو په لومړی سر کي افغانستان راځي چي ۲،۶ ميليونه وگړي يې گډوال دي، د سوريې دا ۲،۵ ميليونه او د سوماليا دا ۱،۱ ميليونه وگړي کډوال دي.

په دغه راپور کي راغلي دي چي د هغو هيوادونو په کتار کي چي ډېر کډوال يې منلي دي په لومړي سر کي پاکستان راځي چي ۱،۶ ميليونه گډوال پکښي ژوند کوي او وروسته بيا ايران او ليبنان راځي چي په هر هيواد کي نزدې ۸۶۰۰۰۰ زره گډوال اوسيږي.

د سياسي پنا غوښتنه

د ملگرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې د مهاجرو په اړه کلني رپوټ په دريم گروپ کي د کډوالو هغه شمېر راوستی دی چي له خپلو هيوادونو څخه يې نورو ته سياسي پنا وړې ده.

په ۲۰۱۳ کال کي نزدې ۱،۱ ميليون ښځو، نارينه وو او کوچنيانو په نورو هيوادونو کي د سياسي پنا غوښتنه کړې ده. په دې جمله کي ۲۵۰۰۰ داسي کوچنيان هم ول چي بې له مور او پلار څخه يې په نورو هيوادونو کي د خوندي کېدو غوښتنه کړې وه.

د يو ان اچ سي آر، د معلوماتو له مخي په ۲۰۱۳ کال تر ټولو زيات په آلمان کي يعنی نزدې ۱۱۰۰۰۰ کسانو د سياسي پنا غوښتنليکونه وړاندي کړي ول چي په دوهم او دريم کتار کي بيا امريکا متحده ايالات او جنوبي افريقا راځي.