1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په نړۍ کي ۹۰۰ مليونه انسانان پاکي اوبه نه لري

۱۳۹۰ شهریور ۱, سه‌شنبه

په جرمني کي تر ټولو لويه اينجو يعني د لوږي سره د مبارزې نړيواله مرستندويه ټولنه چي په پرمختيايي هيوادونو کي د ډوډۍ د حق د لاس ته راوړلو دپاره مبارزه کوي، وايي چي په راتلونکو کلونو کي به د اوبو کموالی ډېر وليدل سي.

https://p.dw.com/p/12Lwy
يو سوډانۍ ماشوم
يو سوډانۍ ماشومانځور: picture-alliance/dpa

په نړيواله کچه تقريباً ۹۰۰ مليونه انسانان اوس لا د څښلو پاکو اوبو ته لاس رسی نه لري. او د نړۍ څه دپاسه ۳۰ هيوادونه د اوبو د کموالي د ګواښ سره مخامخ دي.

 

د کارپوهانو په آند د اقليم د بدلون سره د بارانونو د ابو پر ذخايرو باندي تاثير اچول سوی او طبعاً د بلي خوا بيا وچکالي هم په ځينو سيمو کي ډېره رامنځته کيږي.

 

فقط يو کال مخکي په ملګرو ملتو کي په دې اړه يو غونډه وسوه چي په هغي کي يې اوبو ته لاس رسی د يوه بشري حق په حيث تصويب کړ او د دولتونو څخه غوښتنه وسوه چي دې موضوع ته پاملرنه وکړي.

 

د بشري حقونو دغه کارپوهه وايي چي حکومتونه بايد په دې برخه کي ډېر د مسؤليت احساس وکړي تر څو خپل اولس ته، د څښلو د پاکو اوبو امکانات برابر کړي. په دې هکله بايد اول يوه مسوده جوړه سي او بيا هغه عملي سي.

 

پاکو اوبو ته لاس رسی، چي يو بشري حق دی، په هغه کي د اوبو رسولو سيستم او د عصري تشنابونو درلودل هم شامل دي. خو دا کار نه يوازي په پرمختيايي هيوادونو کي يو خوب اوخيال دی، بلکي په اروپا کي هم ځيني خلک د هغه څخه بې برخي دي.

 

کارپوهان وايي، ددې دپاره چي څنګه خان اوغريب ټوله پاکو اوبو، پاکو تشنابونو او د اوبو يو فعاله سيستم ته لاس رسی ولري، په راتلونکي مني کي به يو ليکلی راپور د ملګرو ملتونو عمومي غونډي ته وړاندي سي.

 

اولريکا/ گل غوټۍ پوپل

کتونکی: نجيب الله زيارمل