«په نړۍ کې بیکاري خپل اوج ته رسیدلې ده»
۱۳۹۱ شهریور ۱۵, چهارشنبهاعلان
د ILO په نامه د کار نړیوال سازمان په حواله د ځوانانو بیکاري خپل اوج ته رسیدلې ده. د ملګرو ملتو دغه سازمان په ژنیو کې وویل چې په اروپا کې اقتصادي بحران له شرقي اسیا څخه نیولې بیا تر لاتینې امریکا پورې پر اقتصادي ودې باندې خپله اغیزه اچولې او هغه ئې په ټپه درولې ده. په عین حال کې دغه سازمان د نوو ځوانانو له پاره د مسلکي زده کړو د برابرولو او کاري بوختیا غوښتنه هم کړې ده. د دغه سازمان په حواله د دا ډول امکاناتو برابرول به تر هغه ارزانه وي چی خلک وار په وار خپل کارونه له لاسه ورکوي.