1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په نړۍ کې د قصدي وژنو شمیر لوړ شوی

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۳ فروردین ۲۱, پنجشنبه

د ملگرو ملتونو د مخدره توکو او جرایمو ادارې ویلی دي، په هغو هیوادونو کې چې سیاسي وضعیت بې ثباته دی، د وژنو کچه لوړه ده. دې ادارې په خاصه توگه شمالي افریقا، ختیځې افریقا او د سویلي اسیا ځینو برخو ته اشاره کړې ده.

https://p.dw.com/p/1BfpQ

دې سازمان د پنجشنبې په ورځ په خپل رپوټ کې وویل چې په ۲۰۱۲ کال کې په ټولې نړۍ کې ۴۳۷۰۰۰ کسان په قصدي توگه وژل شوي دي. په ویانا کې د ملگرو ملتونو دې ادارې دغه شمیره د خپلو وروستیو احصاییو له مخې اعلان کړې ده.

په رپوټ کې راغلي دي چې په شمالي افریقا کې د قصدي وژنو شمیر ډیر زیات شوي دي. د دې سازمان په خبره د نړۍ په دغې برخه کې د قتلونو ډیریدل تر ډیره حده پورې له ټولنیزې او سیاسي بې ثباتۍ سره اړیکه لري. دغې ادارې ټینگار کړی دی چې اوسنی وضعیت باید وڅارل شي.

یوازې په مصر کې د عربي پسرلي پر مهال د قتلونو شمیر د ۱۰۰۰۰۰ کسانو له ډلې څخه یوه له نه په ۲۰۱۱ کال کې دریو کسانو ته لوړ شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د سویلې سودان په یوې سیمه کې د ۱۰۰۰۰۰ کسانو په منځ کې د قتلونو شمیر ۶۰ ته رسیده. دا په نړۍ کې د قصدي وژنو د ډیرو لوړو شمیرو په دله کې شاملیږي.

د قتلونو شمیر په خاصه توگه په هغو هیوادونو کې لوړ وي چې جگړه په کې تازه پای ته رسیدلې وي. افغانستان، سویلي سودان او هایتي هم د دغه شان هیوادونو په ډله کې شامل دي.

په رپوټ کې راغلي دي چې په داسې هیوادونو کې جې جگړه تازه پای ته رسیدلي وي د قانون حاکمیت ضعیفه او د سازمان شویو جرایمو کجه لوړه وي. د رپوټ په حواله له همدې کبله په دغه شان هیوادونو کې د قصدي وژنو کچه هم ډیره لوړیږي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب