1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د کوچنيانو غلا شوی ماشومتوب»

۱۳۹۶ خرداد ۱۱, پنجشنبه

تر۷۳۰ میلیونه له زیاتو هلکانو او نجونو څخه ماشومتوب اخیستل شوی دی. Save the Children خیریه ټولنې د ماشوم نړیوالې ورځې په مناسبت په ټوله نړۍ کې د هغوی د وضعیت په هکله یو ټکان ورکوونکی رپوټ خپور کړی دی.

https://p.dw.com/p/2dxTm
Kinderarbeit in Goldminen
انځور: Getty Images/AFP/I. Sanogo

زینبو نهه کلنه ده. دغه کوچنۍ نجلۍ په لویدیځه افریقا کې د بورکینا فاسو هیواد په یوه کوچني کلي کې ژوند کوي. ښوونځي ته نه شي تللی، ځکه چې معلوله ده او کورنۍ يې نه شي کولای چې هغې ته روغتیایي مرستې برابرې کړي. زینبو په کور کې پر خپل کوچني ورور باندي پام کوي او د خرڅلاو له پاره په خپل لاس جاروگان جوړوي.

دې ته ورته کیسې د «سیف دي چلډرن» تر نظره هغه وخت تیري شوي چې نوموړي مرستندویه سازمان د نړۍ په ۱۷۲ هیوادونو کې د ماشومانو د وضعیت په هکله څیړنې کولې. د هغې علتونه: جگړه، سخت تاوتریخوالی، تیښته او شړل، کارگر ماشومان، په کوچنوالي کې ودونه او مېنداوره کیدل، کم خوراکي یا کمزورې روغتیا د دې سبب شوې ده چې له ۷۳۰ میلیونه ماشومانو څخه چې په ټوله نړۍ کې د نجونو او هلکانو یو پر څلورمه برخه ده، ماشومتوب غلا کړي.

.... په هند کې یو کارگر ماشوم
انځور: Getty Images/AFP/C. Mao

لویدیځه او مرکزي افریقا تر ټولو زیاته اغیزمنه ده

د سیف دي چلډرن د دغه رپوټ له مخې چې «غلا شوی ماشومتوب» نومیږي، تر ټولو زیاته په لویدیځه او مرکزي افریقا کې کوچینوالی له خطر سره مخامخ دی. دغه مرستندویه سازمان د درجه بندیو یو لېست جوړ کړی دی. د دغه لېست په پای کې نایجیر، انگولا، مالي، مرکزي افریقا جمهوریت او سومالیا دي. د دې برعکس بیا په ناروې، سلوانیا، فنلند او هالند کې ماشومان بې له شکایته رالویږي. آلمان په دغه لېست کې لسم ځای خپل کړی دی.

د نوموړي خیریه ټولنې، په دغه رپوټ کې ماشومتوب په ژوندانه کې د هغه یوه وخت په توگه تعریف کړی دی چې «تر ټولو زیات پکښې ماشومان لوبې او زده کړه وکړي او په دغه موده کې ماشوم خپل شخصیت په بشپړه توگه غوړولی وشي.» همداشان ویل شوي چې هره نجلۍ او هلک د دې مستحق دی چې له مېنې محبته ډک ژوند، پاملرنې او خوندیتوب څخه برخمن شي.

په ایتوپیا یا حبشه کې خوار ځواکۍ سره مخامخ ماشوم چې د خپلې مور په غیږ کې دی
انځور: picture-alliance/dpa/S. Morison

خو هره ورځ په نړۍ کې تر پنځه کلنۍ کښته ۱۶۰۰۰ ماشومان مري او زیاتره مهال په داسې ناروغیو چې مخنیوی یې کیدای شي، لکه ملاریا او یا اسهال. تر پنځه کلنۍ کښته د ټولو ماشومانو یو پر څلورمه برخه چې شا او خوا ۱۵۶ میلیونه کیږي د کم خوراک له کبله د روحي ناروغیو او همداشان له ودې څخه پاتيږي.

په ۲۰۱۵م کال کې یوازې په السلوادور کې۴۵۰۰۰ ماشومان له دې کبله ښوونځیو ته تگ پریښود چې پر لار له تاوتریخوالي سره د مخامخ کیدو خطر وو. تر ټولو زیات په سوریه، سویلي سودان، سومالیا، د افریقا مرکزي جمهوریت او کولمبیا کې ماشومان د جگړو له کبله کړیږي. سیو دي چلډرن، خبرداری ورکړی دی، چې که چیرې نړیواله ټولنه مرسته ونه کړي، «نو موږ ټول به یو نه جبرانیدونکی تاوان ورکړو.»

د سوریې په حلب کې د جگړو په خرابیو کې رالویدونکي ماشومان
انځور: picture-alliance/AA/E. Sansar

د دغه ټولنې په وینا دا ځکه؛ که چیرې ماشومان هیڅ ډول زده کړو ته لاس رسی و نه لري، نو ډیر کم امکانات لري چې بیا وروسته د بې وزلۍ او ناورغیو پر وړاندې مبارزه وکړي. زیاته شوې ده چې زیاتره وخت نجونې د هلکانو په پرتله زده کړو ته لاس رسی نه لري. په دغه رپوټ کې ویل شوي دي چې د اټکلونو له مخې ۱۵ میلیونه نجونو هیڅ کله دا فرصت نه دی لرلی چې لیک لوست زده کړي. د هلکانو په منځ کې دغه شمیر بیا لس میلیونه ښوول شوی دی.

د رپوټ له مخې په نړۍ کې ۱۶۸ میلیونه ماشومان دې ته اړ دي چې کار وکړي، او له دغې ډلې څخه یې ۸۵ میلیونه په ډیرو خطرناکو شرایطو کې کار کوي. دغه شمیر په ټوله اروپا کې د اوسیدونکو ماشومانو تر شمیر زیات دی.

په رپوټ کې دا هم راغلي دي چې د بې وزلو کورنیو نجونې په ځانگړې توگه په کوچینوالي کې واده کولو ته اړ ایستل کیږي. په ویتنام او فلیپین کې په بې وزلو کورینو کې د یوې هوسا کورنۍ په کچه د کم عمره نجونو تر منځ د ودونو کچه اووه وارې لوړه ده. خو په کښته سن کې د ودونو کچه تر ټولو په ځیني افریقایي او سویل آسیايي هیوادونو کې لوړه ده: په نایجیر کې له ۱۵ کلنۍ څخه تر ۱۹ کلنۍ پورې د نجونو د ودیدو کچه ۶۰ سلنه ده او په بنگله دیش کې بیا ۴۴ سلنه.

په یمن کې ماشوم عسکر
انځور: Getty Images/AFP/S. Al-Obeidi

په آلمان کې د سیف دي چلډرن، اجرائیوي مدیر بیدیان نشات ویلي دي چې دا د منلو وړ نه ده چې په ۲۰۱۷م کال کې د ټولې نړۍ یو پر څلورمه برخه ماشومان د خوندیتوب، زده کړو او لوبې کولو حقونه و نه لري.

د هغه په خبره باید له هیڅ ماشوم څخه د کم خوراکۍ، کار، له وخت څخه تر مخه د واده او یا مېندواره کیدو له کبله د هغه راتلونکي غلا شي، بې تفاوته ده چې د نړۍ په کوم گوټ کې ژوند کوي. سیو دي چلډرن غوښتنه کړې ده چې حکومتونه باید پر ماشومانو پانگونه وکړي او له هغوی سره مساوی چلن یقیني کړي.

(kna,rtr,dpa,epd/ SR)