1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په لسهاو زره افغانان له اروپا څخه ايستل کیدای شي

۱۳۹۵ مهر ۱۳, سه‌شنبه

په بروکسل کې له افغانستان سره د مرسته کوونکو هیوادونو نړیوال کنفرانس له پيل څخه لږ مخکې اروپایې اتحادیه د افغان پناه غوښتونکو د بیرته ستنولو خبره کوي او کابل هم دا خبره تائیدوي.

https://p.dw.com/p/2QqQs
Afghanische Flüchtlinge in Athen Griechenland
انځور: DW/R. Shirmohammadi

د سه شنبې او چهارشنبې په ورځو (د اکتوبر میاشتې۵ - ۴) د نړیوالې ټولنې شاوخوا ۷۰ هیوادونه او نړیوال سازمانونه د بروکسل په کنفرانس کې د راتلونکو څلورو کلونو له پاره د افغانستان د مالي ملاتړ په هکله سلا مشورې کوي.

د دې ترڅنګ به له اروپایې اتحادیې څخه افغانستان ته د افغان مهاجرو د بیرته استولو په هکله د شوې موافقې په اړه هم د کابل له چارواکو سره بحثونه وشي.

په دې برخه کې افغان حکومت له اروپایې هیوادونو څخه د هغو افغان پناه غوښتونکو د بیرته منلو ډاډ ورکړی دی چې د دغې اتحادیې په غړو هیوادونو کې یې د پناهندګۍ غوښتنلیکونه رد شوي دي.

تر ۸۰۰۰۰ پورې کډوالو بیرته ستنیدل؟

په پلان کې ده چې د دې دوه ورځني کنفرانس په ترڅ کې د داوطلبه او رد شوو مهاجرو په هکله د «مهاجرت په مسائلو کې مخ پر وړاندې ګډه لاره» تر عنوان لاندې یوه ګډه موافقه رامنځته شي. په دې توګه به په لومړیو شپږو میاشتو کې افغانستان ته د هر پرواز په ترڅ کې تر ۵۰ ډیر افغان مهاجر ونه لیږدول شي.

اروپایې اتحادیه د ځینو مواردو په برخه کې ځانګړې بررسي او څیړنه ترسره کوي، د هغو له جملې څخه د یوازې راغلو میرمنو او یا هغه چې ډیره سخته ناروغي ولري. کم عمره یا هغه تنکي ځوانان چې قانوني سن ته نه وي رسیدلي یوازې په هغه صورت کې بیرته لیږدول کیږي چې په خپل هیواد کې یې کورنۍ تشخیص او سرپرستې یې تضمین شي.

Deutschland Flüchtlinge kommen an der ZAA in Berlin an
یوازې په ۲۰۱۵ کال کې آلمان ته له ۱،۳ میلیونو څخه ډیر کډوال راورسیدل خو د هغوی په ډله کې ډیری یې په دې هیواد کې د پاتې کیدو چانس نه لري.انځور: Getty Images/S. Gallup

د اروپایې کمیسیون یوه ویانده چې نه یې غوښتل په رسنیو کې یې نوم واخیستل شي ویلي دي چې اروپایې اتحادیه غواړي د ۸۰ زره افغانانو د بیرته ستنولو ډاډ ترلاسه کړي.

آلمان د یوه مخکښ هیواد په توګه همدا د تیرې یکشنبې په ورځ په افغانستان کې د افغان مهاجرو د بیرته ستنولو په هکله یوه دوه اړخیزه موافقه لاسلیک کړې. دغه بیرته ستنیدونکي مهاجر کولي شي خپل سفر خرچ او په افغانستان کې د نوي ژوند د پيل له پاره یو څه پېسې ترلاسه کړي.

د آلمان د کورنیو چارو وزیر توماس دیمیزیر وویل: «زه د رد شوو افغانانو د بیرته ستنولو په برخه کې د ګډې همکارۍ او لیوالتیا له امله د افغانستان د حکومت مننه کوم.»

د آلمان د کورنیو چارو وزیر د هغو افغان مهاجرو د منلو او قبلیدو خبره هم وکړه چې په آلمان کې د پاتې کیدو مستحق دي. یوازې تیر کال آلمان د بل هر اروپایې هیواد په پرتله ډیر افغان مهاجر منلي دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب