1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په نیمروز کې ځانمرګي برید لږ تر لږ ۲۰ کسان ووژل

۱۳۹۱ مرداد ۲۴, سه‌شنبه
https://p.dw.com/p/15pQ4

نن د نیمروز ولایت پر مرکز باندې یو شمیر ځانمرګو برید کړی دﺉ چې د لومړنیو معلوماتو حواله له کبله ئې ډیره مرگژوبله رامنځ ته شوې ده. د دې ولایت والي عبدالکریم براهوي، د فرانسې خبرې آژانس ته ویلي دي چې په دې پېښه کې شل کسان وژل شوي او ۴۸ نور تپيان دي. د هغه په خبره د پېښې ډیری قربانیان ملکي وگړي دي.