1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په نیمه فاینل کي به ایټالیا له جرمني سره مخامخ سي

۱۳۹۱ تیر ۵, دوشنبه
https://p.dw.com/p/15Kqa

پرون د یو پر څلورم فاینل وروستۍ لوبه د اوکراین په پایتخت کیف کي د ایټالیا او انګلستان تر منځ تر سره سوه، چي لوبه تر ډېره وخته پوري مساوي ادامه پیدا کړه. بلاخره د پنالټيو په نتیجه کي لوبه دوه د څلور په مقابل کي د ایټالیا په بري سره پای ته ورسېدله. جرمني بیا تېره مسابقه څلور پر دوه له یونان څخه ګټلې وه، نو په دې ډول به په نیمه فاینل کي له ایټالیا سره مخامخ سي. پاته دي نه وي چي د نیمه فاینل دوهمه لوبه به د پرتګال او هسپانیې تر منځ وي.