1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هالند کې د یوه نوي حکومت د جوړولو په سر توافق شوی دی

۱۳۹۱ آبان ۸, دوشنبه
https://p.dw.com/p/16Yd9

په هالند کې ښي اړخه لبراله گوندچې «د آزادۍ او دموکراسۍ د خلکو د گوند» په نوم یادیږي او مشري یې اوسنې لومړی وزیر مارک روته، کوي د سوسیال دموکرات گوند سره د یوه ائتلافي دولت د جوړولو په سر موافقې ته رسیدلی دی. د دغه نوی توافق له مخې روته به د نوي حکومت مشر وي.

زیاته شوې ده چې د نوي تفاهم له مخې به د بهرنیو او مالیو چارو وزارتونه او همدا شان د لومړي وزیر د معاونیت څوکۍ هم سوسیال دموکراتانو ته ورکول کیږي. د رسنیو د رپوټونو په حواله دواړه گوندونو پر دې هم هوکړه کړې ده چې د ۲۰۱۷م کاله پورې به د دغه هیواد په بودجه کې د ۱۵ میلیارده یورو د سپما له پاره هم اجرات وکړي. روته د یورو زون په کړکیچ کې د المان د صدراعظمې انگلا میرکلا له نزدې ملاتړو څخه شمیرل کیده.