1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هاليند کي تلیفونونه د پولیسو کار کوي

۱۳۹۱ فروردین ۱۰, پنجشنبه

په هاليند کې پولیسو د ځیرکو گرځنده تلیفونونو له پاره داسي پروگرامونه جوړ کړي دي چې په مرسته ئې عام خلک کولای شي چې فراري مجرمان وپیژني او د هغوی په نیولو کې له پولیسو سره مرسته وکړي.

https://p.dw.com/p/14UBq
انځور: Nate Tabak

د هاليند پولیسو اوس د مجرمانو د نیولو يوه نوې لاره پيدا کړې ده. هغوی د ځیرکو گرځنده تلیفونونو یا سمارت فونس له پاره داسي دوه پروګرامونه یا اپلکېشنونه جوړ کړي دي چې په مرسته ئې عام خلک کولای شي د مجرمانو انځورونه او د هغوی په اړه معلومات تر لاسه کړي.

له دې سره نو اوس په هاليند کې د فراري مجرمانو انځورونه عادي وگړي پخپلو ځیرکو تلیفونونو کې له ځانه سره لري. دا کیدای شي د جرمونو په مخنیوي کې یو ډیر مهم پرمختگ وي.

د گرځنده تليفونو د دې پروگرامونو په مرسته اوس عادي وگړي مجرمان پیژندلای شي او له پولیسو سره د هغوی په نیولو کې مرسته هم کولای شي. پولیسو د دغو پروگرامونو له جوړولو او ویشلو څخه ښې پایلي په لاس راوړي دي.

څو اونۍ مخکې د امستردام پولیس په دوو مشکوکو مجرمانو پسې گرځیدل چې ورباندي د یوه زاړه سړي د بانکي حساب د غلا کولو تور لگول شوی وو. کمیسیار بارت دریسن، د دغو کسانو په اړه د نوي تکنالوژۍ له لاري عامو خلکو ته خبر ورکړ. یوه ورځ وروسته دغه دواړه مجرمان د گرځنده تلیفونو د پروگرام په مرسته په زندان کي ول.

د مجرمانو د نیولو دغه پروگرامونه د «پولیس په لټه کي دي» په نوم یادیږي. چې تر اوسه پوري له سلو زرو څخه ډیرو کسانو خپلو تلیفونونو ته ور انسټال کړي دي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل