1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هامبورګ کې تر ناندریو وروسته یو سخت ماښام

۱۳۹۴ مهر ۱۱, شنبه

په یوې پخوانۍ مغازه کې چې اوس ترې د کډوالو د استوګنځای په توګه استفاده کیږي تر جګړي وروسته افغان کډوال اوس له کمپ څخه بهر وخت تیروي.

https://p.dw.com/p/1Gi9y
Deutschland Gewalt in Flüchtlingsunterkunft Hamburg-Bergedorf
انځور: picture-alliance/dpa/D. Bockwoldt

په یوه پخواني پلورنځای کې چې اوس ترې د کډوالو د استوګنځای په توګه استفاد کیږي تر اخ و ډب وروسته افغان کډوال دې ځای ته له بیا ستنیدو ویره لري. هغوی چمتو دي چې د حل لارې تر پیدا کیدو پوري له کمپ څخه بهر ویده شي.

د مکس بار (Max Bahr) د پرزو پخوانی پلورنځای اوس د څه نا څه ۸۵۰ کډوالو له پاره کور ګرځیدلی دی خو د سوريايي او افغان کډوالو تر منځ تر یوې لانجې یوه شپه وروسته شاوخوا ۵۰ تنه کډوال له خپلو وسایلو سره له دې ځایه بهر شوي وو او غوښتل یې چې تر شنه اسمان لاندې شپه تیره کړي.

یوې پیغلې لاروۍ چې له کمپ څخه د راتولو کسانو له منځه تیریده، له خپلې ملګرې وپوښتل: «هغوی ولې دلته ناست دي؟ ایا دننه نور ځای نشته؟» خو علي عزیزي وایي چی په کمپ کې ځای شته.

په دغه کمپ کې د کډوالو تر منځ تر نښتو وروسته د وضعیت د کنترولولو له پاره آلماني چارواکو شاوخوا ۱۰۰ افغان کډوال د هامبورګ ښار یوه بل کمپ ته ولیږدول. اوس نو علي او د هغه په شان لسګونه نور افغان کډوال په «بیرګیدورف کمپ» کې دا احساس کوې چي د سوريايي کډوالو په مقابل کې یی شمیر ډیر کم دي. هغه وایي: «موږ له آلمان څخه خوښ او منندویه یو.» علي زیاته کړه: «خو موږ له ناندریو تښتیدلي یو او دلته یو ځل بیا له ناندریو سره مخامخ شو.»

علی له خپلې میرمن او دوو ماشومانو سره آلمان ته راغلی دی. هغه وایی چی د چهارشنبی شپي په ناندریو کې یې هڅه کوله چې خپلې کورنۍ ته یو امن ځای وموندي.

Deutschland Gewalt in Flüchtlingsunterkunft Hamburg-Bergedorf
انځور: picture-alliance/dpa/D. Reinhardt

سخته شپه

په داوړو خواو کي خلکو وایلي چې جګړه د شاور په واحدونو کې پیل شوه. ټول کډوال په دې ځای کی خپلې جامی مینځي. خو دوي دا هم مني چې د امکاناتو کموالی د جګړې لامل نه وو. د علي په وینا په کمپ کې کافي امکانات شته خو دی فکر کوي چې کډوالو په خپله د ناندریو د رامنځ ته کولو هڅه کوله.

یو سوریایي چی ځان ته «سم» وایي هم د نښتو لامل پټوي او وايي چې دی نه شي کولاي د جګړی لامل په مفصله توګه وښيي ځګه ملګري یې تر اوسه د پولیسو په بند کې دي. هغه زیاتوي: «نښته ډیر لاملونه لري.»

د آلمان په نورو کمپونو کې د کډوالو تر منځ نښتې د دوډۍ له پاره په کتار کې د دریدو، د یو بل دین او مذهب ته د بې احترامي کولو او غلاو له کبله رامنځ ته کیږي. خو د ټولو نښتو اصلي لامل په یوه ځای کې د سلهاو کسانو اوسیدل دي.

د بریګدورف په کمپ کې له پیل څخه یو سه ستونزې موجودې وې. دوه اوونۍ مخکې کله چې دا اسوګنځای پرانیستل شو نو اوسیدونکو ګله وکړه چی کمپ تر اوسه ډیر ناپاکه دی او د استوګنې له پاره مناسب نه دی. تر دې وروسته کډوالو د لوږې اعتصاب پیل کړ. سم وایي: «ما نورو کډوالو ته وویل چې که چیرې بدلون غواړي نو باید خپل غږ پورته کړئ.»

د ودانۍ د نه مناسبوالي تر څنګ، بله ستونزه دا ده چې د کمپ امنیت د سکیوریتاز په نوم یوه شخصي کمپنۍ نیسي چې کارکوونکي یې په آلماني او انګلیسي ژبو خبرو کولو کې ستونزې لري. د دې کمپ امنیت ساتل د یو تجارتي مرکز او یا هوټل د امنیت ساتلو په پرتله یو ستونزمن کار دی.

تاسو څه ته اړتیا لرئ؟

پاول چی اوږده ږیره او بریتان لري رضا کار دی او له لسګونو نورو آلمانیانو سره کمپ ته د مرسته کولو له پاره راغلی دی. یو افغان تکسي چلوونکی چی له تیرو ۲۵ کلونو راهیسې په آلمان کې ژوند کوي په همدې کمپ کې د ژباړونکي په توګه کار کوي. یو بل ځایي اوسیدونکی وایي چې میرمنې یی دا حادثه په خبرونو کې ولیده او بیا دلته راغله ترڅو دوه جمپر په دي کمپ کې یوې کورنۍ ته ورکړي.

کیرن چې یوه ډاکتره ده پر خپل بایسکل کمپ ته شاوخوا د ماښام ۱۰ بجې راغله او هلته یې له دوو هلکانو څخه چی ګوډه ماته انګلیسي یی زده ده خبرې کوي او له هغوی څخه پوښتي چې څه ته اړتیا لري او څرنګه آلمان ته رسیدلي یاست؟ هغوی په ځواب کې له ایران څخه تر اتریش پورې د ځینو هیوادونو نومونه اخلي او کله چې کیرن پوښتي چې ایا هغوی په ریل کې راغلي نو په ځواب کې افغان ځوانان چې ښایي یو یې د کابل او بل یې د هرات ولایت څخه وي وايي: «نه، نه، موږ په پښو راغلي یو.» کیرن وعده ورکوي چې هغه به سبا له خپل بل بایسکل سره کمپ ته ستنیږي او دوی ته به یی ورکوي.

موږ یو حل لرو

Flüchtlingslager Hamburg Max Bahr Hamburg Bergedorf
انځور: DW/M. Hallam

پاول په مسکا سره د کمپ نه بهر راوځې او وایي: «موږ یوه ستونزه لرله او اوس یو حل لرو. موږ یو استثنایي کار کړی. اوس د هغوی تر منځ یو دیوال دی.» هغه بیا له علي او نورو سره مرسته کوي ترڅو خپل وسایل کمپ ته یوسي.

په کمپ کې د آرامښت د ټینګښت په هڅه کې د پنجشنبې ورځ د حل لاره دا وه چې کډوال د هویت، مذهب او هیواد په پام کې نیولو سره وویشل شي او د کمپ بیلا بیلو برخو کې ځای پر ځای شي.

د آلمان د بندري ښار هامبورګ بیلا بیلو ځایونو کې شاو خوا ۳۰۰۰۰ پناه غوښتونکي اوسیږي او هره ورځ ۶۰۰ نوي کډوال دې ښار ته راځي. د دې ښار ځایي حکومت آن د اضطراري حالت قانون هم توشیح کړی چې تر مخی به یی بیکاره مناسب ځایونو د کډوالو د کمپ په توګه استفاده کیږی. خو هغوی هیلمن دي چې دې قانون ته به اړتیا رامنځ ته نه شي. د مرستي اراده اوس هم قوي ده او د لانجو له پاره د حل لارې پیدا کیږي خو اوس د دي ښار چارواکي تر پخوا لا هم چمتو دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب