1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هانگ کانگ کي احتجاجونه دوام لري

دويچه ويله/ شمس الرحمن ناصر۱۳۹۳ مهر ۲۷, یکشنبه

په هانگ کانگ کې د حکومت ضد احتجاجونو په ترڅ کې د پولیسو او مظاهره کوونکو تر منځ اخ و ډب رامنځ ته شوی دی. په هانگ کانگ کې ۲۸ زره پولیس له تیرو څو ورځو راهیسې د احتجاج کوونکو د کابو کولو په هڅه کې دي.

https://p.dw.com/p/1DYP7
انځور: AFP/Getty Images/A. Ogle

د رویټرز خبري آژانس په حواله په هانگ کانگ کې د زروزیاتي دغه پيښه د یکشنبې ورځي په سهار وختي رامنځ ته شوه. مخکې تر دې د مظاهره کوونکو د مشرانو او حکومت تر منځ د خبرو اترو رپوټونه ورکړل شوي ول، خو سره له دې هم د پولیسو او مظاهره کوونکو ترمنځ اخ و ډب رامنځته شو.

د رويترز خبري آژانس په حواله مظاهره کوونکي په ناڅاپاتي ډول را وپاریدل او اوسپنیزه خولۍ یې پر سر د پولیسو له خوا درول شوو خنډونو ته يې ځانونه ورسول. مظاهره کوونکو د پولیسو پر شا تمبولو هڅه وکړه چې په ځواب کې يي پولیسو د مرچو سپرې استعمال کړه.

په همدې وخت کې مظاهره کوونکو د پولیسو پر خلاف شعارونه ورکول. ډیر مظاهره کوونکي ټپیان شول چې یو تن پکښې پر سر ټپې شوې دی. د مظاهره کوونکو د تیت او پرک کولو له پاره اوبه پاشونکي ټانکرونه هم موجود ول خو پولیسو له هغې څخه کار وانه خيست.

په سیمه کې د پولیسو د یوه چارواکي پال رینوف، په خبره له ۴۰۰ څخه تر ۵۰۰ تنو پولیس د دې له پاره گومارل شوي دي چي یوه ټاکلي ځاې ته د مظاهره کوونکو د رسېدو مخنوي وشي.

پوليس او مظاهره کوونکي
پوليس او مظاهره کوونکيانځور: Alex Ogle/AFP/Getty Images

د هانگ کانگ د یوه امنیتي چارواکي لایې ټنگ کووک، په خبره په دې ورستیو ورځو کې شخړي د هغو کسانو له خوا رامنځ ته کيږي، چې د زورزياتي د پيښو په نقشه او پلانولو کې لاس لري.

د چين د دغه سوداگريز زون اجرایوې مشر لیونگ چن ینگ، د محصلینو له مشرانو سره د سه شنبې په ورځ د خبرواترو وړاندیز کړی دی. چارواکو د شنبې په ورځ وویل چې د سه شنبې ورځي خبري اتري به درې ساعته دوام وکړي او د دغو خبرو اترو جریان به نیغ په نیغه د رسنیو له خوا خپور شي.

په هانگ کانگ کې په زرونو مظاهره کوونکو پر سړکونو ناست او په دغه سیمه کې د آزاد انتخاب غوښتنه کوي. په هانگ کانگ کې دغه مظاهرې له تیرو دریو اونیو راهیسي جریان لري. په ۱۹۷۹م کال کې په چین کې له ترسره شوو مظاهرو وروسته، دغو مظاهرو ته د بیجینگ حکومت له پاره د یو لوی چيلیج په سترگه کتل کیږي.

د هانگ کانگ د پولیسو مشر اینډي چانگ وايي: «دغه غیر قانوني کارونه د قانون واکمني کمزورې کوي، دا د هانگ کانگ د پرمختگ په برخه کې روانو هڅو ته زیان رسولای شي.»