1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هانگ کانگ کې احتجاجونه ادامه لري

آژانسونه/ احمد ولي اڅکزی۱۳۹۳ مهر ۱۰, پنجشنبه

په هانگ کانگ کې له اوو ورځو راهيسي د لا زياتي ديموکراسۍ له پاره احتجاجونه دوام لري. هغوی حکومتي مشر ته ضرب الاجل ټاکلی وو که له خپلي څوکۍ استعفی ونه کړي نو به خپل احتجاجونه لا پراخ کړي او يو شمېر دولتي ودانۍ به ونيسي.

https://p.dw.com/p/1DOht
انځور: Getty Images/P. Bronstein

هانگ کانگ د چين هغه ټاپو دی چي د ۱۸۴۳م کال څخه تر ۱۹۹۷م کال پوري د بريتانيې مستعمره وه. ۱۷ کاله دمخه دغه ټاپو بېرته د چين تر واکمنۍ لاندې راغی او له هغې راهيسي هانګ کانګ په چين کي دننه په ځانګړې توګه اداره کيږي، چې پکښي د آزاد بازار اقتصاد قايم دی، رسنۍ پکښي آزادي دي او دغه سيمه يو شمېر کورنۍ خپلواکمني لري. د هانګ کانګ د اداري حوزې اوسنی مشر ليونګ چون يينګ دی.

خو له ۷ ورځو راهيسي د هانګ کانګ په زرونو اوسېدونکو چي اکثريت یې محصلین دي احتجاجونه پيل کړي دي. دوی د لا زياتې ديموکراسۍ غوښتنه کوي.

د احتجاج کوونکو محصلینو مشران د هانګ کانګ د اداري مشر چون يينګ ته تر پنجشنبې ورځې پوري د استعفا ضرب الاجل ټاکلی وو. د دې تر څنګ احتجاج کوونکي د هانګ کانګ په ټاکنيز نظام کي د اصلاحاتو غوښتنه لري.

دوی غواړي چي هر څوک بايد په ټاکنو کي په آزاده توګه د ځان کانديدولو حق ولري. له بل اړخه پيکينګ د ۲۰۱۷م کال له پاره ټاکنې اعلان کړي دي خو پکښي يوازي هغه کسان به کانديدان وي چي پيکينګ غوره کړي وي.

داسي انديښنې چي د وخت په تېرېدو سره به د پيکينګ مشرتابه په هانګ کانګ کي لا زيات نفوذ ولري او پر دې سربیره د بې وزلو او شتمنو تر منځ مخ پر زياتېدونکي توپيرونه، د کورونو د کرايو او بیو لوړیدل د دې سبب شوی چي دغه احتجاجونه لا پسې زور واخلي.

دا چي د احتجاج کوونکو له خوا ټاکل سوی ضرب الاجل پای ته رسېدلی دی، د پولیسو له لوري د حکومتي ودانیو امنیت ټینگ سوی دی. په زياته بيا د هانګ کانګ د حکومتي مشر پر دفتر شاوخوا پوليس راګرځېدلي او د هغه امنيت يې نيولی دی.

د راپورونو له مخي د پنجشنبې په سهار وختي په سوونو احتجاج کوونکو د حکومتي مشر دفتر ته د تلونکو لارو بندول پېل کړي دي. دوی پر دغو لارو ناست دي چي له کبله يې د د ترافیکو پر مخ لاره تړلې ده.

احتجاج کوونکو ګواښ کړی دی چي که يې غوښتني ونه منل سي نو به دولتي ودانۍ ونيسي او اداري کارونه به په ټپه ودروي. دوی ګواښ کړی دی چي د هانګ کانګ د مرکز تر څنګ به د دغه سيمي په نورو برخو کي هم احتجاجونه پېل او لا پراخ کړي.

احتجاج کوونکي زياتره محصلین دي چي مشري يې د پوهنتونونو ځینې استادان کوي. تر ټولو زيات شمېر د «Scholarism» په نوم د محصلینو د اتحاديې او د «OccupyCentral» په نوم غورځنګ د پلويانو دی.