1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هايتي کي د امريکا رول او علاقه مندي

۱۳۸۸ بهمن ۹, جمعه

د هايتي زلزلې د بين امللي کومکو د آمادګيو يو موج رامنځته کی ، او خاصتأ امريکا تردغي فاجعې وروسته د هايتي د بيا ودانولو سره د مليونو ډالرو د مرستو وعده ورکړه ، د پورتو پرانس هوايي ميدان د امريکا تر کنترول لاندي راغی

https://p.dw.com/p/LlRo
انځور: AP

ولسمشر اوباما له ويجاړونکې زلزلې يو څو ساعته وروسته حتی د امريکا د متحده آيالتونو لخوا د پراخو مرستو ژمنه وکړه چې مقدار يې 100 مليونو ډالرو ته رسيږي . له هايتي سره د امريکايانو مرستې پخوانۍ سابقه لري، ځکه چې هايتي له متحده آيالتونو وروسته دويم هېواد و چې په 1804 کال کې د استعمار او ښکېلاک له لومو وواتهء او د يو اروپايي هېواد، يعني فرانسې له منگولو يې ځان خلاص کړ . يوازي 58 کاله وروسته د امريکا متحده آيالتونو د هايتي بشپړه خپلواکي په رسميت وپېژندله، خو له هغه وخت راهيسي واشنگټن تل کله نا کله د ډېري لاسوهنې د لاري البته د کاريبېن سمندر د هېواد په برخليک ټاکلو کې اساسي نقش لوبولی دی.

هغه لس زره امريکايي عسکر چې دا مهال تر سختې زلزلې وروسته له ژوندي پاته شويو انسانانو سره بشري مرستي کوي هم په هايتي کې يوه عادي خبره ده . په وروستي ځل امريکايي عسکر په 2004 کال کې دغه هېواد ته راغلل کله چې ولسمشر ژن بېرتراند اريستيد د اداري فساد او له واک څخه د ناوړې گټې په تور د يو بين المللي گډ ځواک د لاري له قدرته ليري کړای شو. لس کاله پخوا د 94 يم کال په سپتامبر کې هم امريکايي سمندري ځواکونه، پورتو پرانس ته واستول شول ،کله چې واشنگټن حاکمه پوځي ډله د اريستيد په ملاتړ وشړله.

پخوا هم د نن په څېر د امريکا متحده آيالتونو د خپلو علاقو او بشري وجوهاتو له مخي غبرگون ښکاره کړ. دغه علاقه د لويديځې نړۍ تر ټولو غريب هېواد و تر ټولو شتمن هېواد پوري تړي . اوليور گليچ، د برلين د خصوصي پوهنتون د لاتيني امريکې په انستيتوت کې د هايتي د چارو کاروپوه دی او وايي چې :

«په لومړي سر کې دا د اوباما د ادارې يوه بشري هڅه ده . خو په خپل هېواد کې رايه ورکونکو ته هم متوجه يو عمل دی . بايد هېر نه کو چې پخوانی جمهوررييس بوش د لويسيانا په سيلابونو کې ناکامه و. د دغي پېښي ډېرۍ قربانيان تورپوستان وه چې بې له شکه د متحده آيالتونو اوسني ولسمشر ته يې رايي ورکړي دي.«

Haiti / Erdbeben / Port-au-Prince G1
انځور: AP

ورسره ورسره دغه اندېښنه هم موجوده ده چې هايتي به، که يوازي پرېښودل شي، د مکسيکو تر څنگ د امريکې په لويه وچه کې د مخدره موادو د پېر او پلور اصلي بازار وگرځي . گليچ، په اروپا کې د نورو کارپوهانو پر خلاف د متحده آيالتونو د نظامي ماموريت تر شا د يوه نوي استعمار غوښتني کومي نخښي نښانې نه ويني . هغه دې ته اشاره کوي چې اکثره هايتيان د خپل حکومت په څېر د متحده آيالتونو لخوا کېدونکو مرستو ته هر کلی وايي، خو دی زياتوي :

«هايتي د دردونکو پېښو او ناوړو تجربو له امله خپله اردو د منځه وړې ده. يوازې پوليس پاته دي، خو داسي کوم ځواک نسته چې يو لوی طبيعي ناورين ته، په ښو تخنيکي آسانتياو سنبال، ځواب ووايي. دا خبره هم د، رالويدلو خښتو او ډبرو په ليري کولو، او هم په هېواد کې د نظم د ساتلو برخي پوري صدق کويز . ځکه چې د هايتي پوليس هم د زلزلې له لوري وځپل شول او حضور يې نه درلود . په دې ډول د متحده آيالتونو عسکرو دغه تشه ډېر ژر ډکه کړه.»

دانيل شيشکوويچ/ نسيم صابر

کتونکی : محمد قاسم نوري