«په هرات کي د ایران پر قونسلگرۍ برید شوی»
۱۳۹۱ آذر ۱۹, یکشنبهلاریون کوونکو ويل، چې کابو دوې میاشتې وړاندې د گلران او کهسان ولسوالیو د سرحدي ولسوالیو ۱۳ تنه اوسیدونکي د ایران خاورې ته د ور اوښتو پر مهال وژل شوي دي او تر اوسه یې لا جسدونه کورنیو ته نه دي سپارل شوي.
د رپوټونو په حواله پولیسو د هوايي ډزو په مرسته لاریون کوونکي له سيمي پر شاکړي دي. خو احتجاج کوونکي وایي چې د حکومت له لورې د بې توجه په صورت کې به خپلو مظاهرو ته دوام ورکړي.
د رپوټونو په حواله گلران او کهسان د سرحدي ولسوالیو شاوخوا سلو کسانو د هرات په مرکز کې د ایران پر قونسلگرۍ د ډبرو يرغل کړی دی. د دغه مظاهره کوونکو په وینا د دوی د کورنیو دیارلس تنه د مزودرۍ له پاره ایران ته تلل چې د دغه هیواد د سرحدي پولیسو له لورې تر نیول کیدو وروسته په ډزو وژل شوي دي.
هغوی زیاته کړې ده چې د وژل شوو کسانو جسدونه، د تی آباد، په نوم د ایران په سرحدي ښار کې پټ کړل شوي دي. ایران بیا دغه ادعاوي ردوي او وایي چې دا معلومه نه ده چې دغه کسان د افغانستان او ایران تر منځ پر پوله وژل شوي دي او که په کوم بل ځای کې.
د احتجاج کوونکو په وینا له پیښې سره سم، دوی افغان دولت په جریان خبر کړ او دولت له دوی سره د وژل شوو کسانو د جسدونو د رانتقالولو ژمنه وکړه خو عملې یې نه کړه.
مظاهره کوونکو د ایران قونسلگري په ډبرو وویشته او د قونسلگرۍ مخه ته یې ځوړند بیرغونه څيري کړل. د هرات پولیسو په لومړي سر کې هڅه وکړه چې احتجاج کوونکو مخنيوی وکړي، خو تاوتريخوالی رامنځته شو، چې هوايي ډزو ته مجبوره شول. د هرات ولایت د امنیت امر پاسوال عبدالحمید حمیدي، ویلي دي چې په دغه لاریون کې کوم چا ته مالي او ځاني تاوان نه دی اوښتی. دغه راز د هرات د عامه روغتون ویاند ډاکټر محمد رفیق شیرزي، هم وویل چې دوی ته د لاریون له ځای څخه کوم ټپي نه دی وروړل شوی.
غبرگونونه
د هرات ولایت د والي ویاند محي الدین نوري، ویلي دي چې دوی د افغانستان د بهرنیو چارو وزرات له دغې موضوع خبر کړی دی او وزارت د افغانستان د قوانینو په پام کې نیولو سره دغه موضوع څیړي.
خو په هرات کې د ایران د قونسلگرۍ له مطبوعاتي څانگې څخه یو تن میر حسین میر اسکندري، بیا د ایراني پولیسو له لوري د دغه کسانو وژل کیدل ردوي او وایي چې داسي شواهد نشته چې دغه موضوع په اثبات ورسوي.
شریف شرفیار، هوشنگ هاشمي/ هرات
کتونکی: سید ریاض