1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هرات کي د ټاکنو د کميسيون پر ضد لاريون تر سره سو

۱۳۸۹ آذر ۶, شنبه

د مدني ټولنو يو شمېر فعالين او په ولايتي شورا کي د خلکواستازي د ولسي جرګې په ټاکنو کي حکومت،او د اړونده چارو کميسيونونه په درغليو تورنوي. دوی د عدلي ادارو څخه غوښتي دي چي د ستونزي د حل لاره پيدا کړي.

https://p.dw.com/p/QJpV
انځور: DW

د هرات ولايت يو شمېر ناکامه اعلام سوي کانديدان او بعضي ولسي کسان تور لگوي چي دافغانستان حکومت او د ټاکنو کميسينونه په درغليو کي لاس لري. دوی د لوی څار نوالۍ ،ملګري ملتونو او نورو عدلي او قضايي ادارو څخه غوښتنه کوي چي درغلي کونکي دي رسوا کړي او هغوی دي د قانون منګلوته وسپاري.

همدا د هرات د ولايتي شورا د بعضو غړو دريځ دی چه په استازيتوب يې د دغي شورا يوه غړي تور محمد ظريف د دويچه ويله د المان ږغ راډيو سره خبري وکړې.

ظريف وايي چي د ټاکنو په کميسيون کي د لوړپوړو دولتي چارواکو فشار چي د نوموړي په وينا ثبوت يې هم شته د دې لامل شو چي ګڼ شمېر بريالي نوماندي په وروستيو نتيجو کي ناکام اعلان شول. د نوموړي په وينا دغه کار د ولس سره يوه جفا ده.

له هرات څخه ولسي جرګې ته د 5 مېرمنو په شمول په بشپړه توگه 17 تنه سهميه لري چي په وروستيو ټاکنو کي دغو چوکيو ته 150 تنوځانونه نومولي وه. خو په وروستيو نتيجو 6 داسي کسان بېرته ناکامه اعلان سول چي په لومړيو پايلو کي بريالي اعلان سوي وه.

محمد معروف فضلي نومي يوه کس له همداسي يو نومآند په هکله وويل چي هيڅ ډول درغلي يې نده کړې خو د ځينيو تعصباتو په اساس له لسټ څخه غورځول شوی دی.

که څه هم د ټولټاکنو د خپلواکه کميسيون ويندويان وايي چي تاکنې شفافه تر سره شوې او داچي وتل شويو کسانو درغلي لرله خو د دا ډول نوماندو موکلينو د هيواد په کچه منجمله په هرات کي د يوې اونۍ راهيسي په اعتراضونو او لاريونونو لاس پوري کړی دی. احتجاج کوونکو لاري بندي کړي دي او په اعتراضي ډول يې په سلګونو د انتخاباتو د رايو خپل کارتونه سوځولي دي.

احتجاج کوونکي وايي چي په دغه ډول چي څوک ولسي جرګې ته بريالي شوي وي هغوی ته د منلو وړ نده.

دافغانستان لوی څارنوالۍ د خلکو له مظاهرو سره سمدستي د ټاکنو نتائج له وخته وړاندي وبلل. لوی څارنوالۍ و خبري رسنيو ته داسي اسناد ښودلي چي له مخي يې دسلګونو زرو ډالرو په قيمت ولسي جرګې ته د څوکيو د پير و پلور معامله شوې وه. څارنوالۍ د پيښي سره په تړاو تر اوسه 9 تنه نيولي او د اړونده کميسيونونو 4 لوړ پوړو کسانو د نيولو حکم يې هم ورکړی دی. د شنبې په ورځ د ورغوښتو سوؤ کسانو لپاره وروستۍ نېټه ده. د لوی څارنوالۍ مرستيال ښاغلي نظري ويلي دي چي که دغه کسان بيا هم حاضر نه سي نو د پوليسو مرسته به وغواړي.

افغان ولس مشر حامد کرزي په محتاطانه توګه دريځ غوره کړی دی او معترض نوماندي او د هغوی پلويان يې په سوله ايزه ډول له عدلي لارو د حق غوښتني ته راوبللي دي. خو په دې سربېره هم د هيواد په کچه لاريونونو کي د تاو تريخوالي راپورونه شته.

راپور: شريف شرفيار/هرات

کتونکی: احمدولي اڅکزی