1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هرات کي ولايتي شوراته ۱۸۹ تنو ځانونه کانديد کړي دي

۱۳۸۸ تیر ۲۵, پنجشنبه

په هرات ولايت کي هم لکه دهيواد په نورولایاتو کي د جمهوري رياست او ولايتي شوراګانو ټاکنو ته په زغرده د نوماندو تر منځ سيالۍ رواني دي

https://p.dw.com/p/Iqzd
د هرات ښار په يوه برخه کي د کانديدانو انتخاباتي انځورونه
د هرات ښار په يوه برخه کي د کانديدانو انتخاباتي انځورونهانځور: DW

په ښاري اوکليوالي سيموکي د ولايتي شورا د ۱۸۹ تنه نارينه او ښځينه تبليغاتي پاڼي او د ۴۱تنو د ولسمشرۍ د نوماندو انځورونه نښلول شوي.

د اټکل له مخه د دغه ولايت دوګړوشمېربه د ۵ ملیونو په شاوخواکي وي پنځلس چوکۍ يې ولايتي شورا ته ځانګړي سوي دي، چي پنځه يې پکښي د مېرمنودي.

د هرات ولايت مرکز او پنځلسګونه ولسواليو کي هره ورځ بيلاناغه ددې ترڅنګ، چي په هيواد کي د ولسمشرۍ۴۱تنه نوماندو یوه نه یو کاندید په تبليغاتي غونډه کي خلک په وړیاو خوږوخوله خوږوي، ولايتي شوراته د۱۸۹تنه نوماندو ترمنځ هم د ساليموسياليوپه کمپاین مجلسونه ګرم وي.

په دغه ولايت کي به داسي يو ځای د چاه تر سترګو نه سي چي لسګونه انځورونه دي يو په بل پسي نوي موښتي. هر کانديد ځان ترنورو لوړبولي، په لومړۍکتنه کي د ځان په وړاندي د رايي استعمال له سړی څخه غواړي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مامورين وايي، چي په هرات کي پنځلس چوکۍ د ولايتي شورا له پاره ځانګړي سوي دي، چي پنځه چوکۍ يې د مېرمنوحق دی. د ټاکنو د خپلواک کمېسيون رييس وايي« په هرات کي ۱۸۹تنوځانونه ولايتي شوراته نومولي، چي ۲۶تنه يې مېرمني دي، چي له دغه منځه به ۱۰تنه نارينه اوپنځه تنه مېرمني تر ټاکنو وروسته بريالي اعلان سي»

هرات د افغانستان په غرب کي د ایران د اسلامي جمهوريت او ترکمنستان سره ګډه پوله لري.که څه هم په دې وروستيو کي د وګړود قیق شمېريې ندی نيول سوی خو دولتي چارواکي يې اوسنی شمېر د پنځه مليونه وګړوپه شاوخواکي یادوي. استوګن يې ډيری لوستي دي، د ټاکنوپه اميت پوه ځکه نوګن شمېريې د ټاکنو له کارتونو برخمن دي.

داچي د روان کال په ټاکنو کي به يې څومره وکړي ګډون وکړي؟ ځواب يې تر وخت د مخه دی. مګر د ولسمشرۍ په تيرو ټاکنوکي د رايي مستحق کسانو۴۸.۶مېرمنواو۵۱.۵فيصده وګړو د خپلي خوښي کانديدته رايه ورکړي. لږ تر لږه یومليون کسانولومړی د ورکي د ټاکنوکارتونه اخيستي او د مامورين په خبره سږ کال هم شاوخوا دوه لکه کارتونه هغو وګړو ته ورکړل سوي دي چي اتلس کلنۍ ته رسېدلي دي.

که څه هم هرات د هيواد ډيرو ولاياتو په پرتله په امنو ولاياتو کي یادیږي. مګر په دې وروستيو کي د هغه ولايت په بيلابيلو سيو کي د طالبانو د ښکاره حضور څخه خلک شکايت کوي، چي د بیلګي په ډول د ښار تر ټولو نژدې ولسواليوګذره،کرخ، ادرسکن،رباط سنګي، شنډنډ او یوشمېرنوروسيموکي د خال خال نښتواوطالبانوله خواد موټرو د تلاشي پيښي د یادولو دي.

خو د هرات د امنیه قوماندان عصمت الله عليزی، له دې سره سره چي لږڅه امنتي ستونزي تاييدوي وايي، چي پوليسو ددې ستونزو د له منځه وړلو له پاره په سختو اقداماتو لاس پوري کړی او موږ د يوه ښه با امنه ټاکنو ډاډ ورکوو.

د هرات ټولو ولسواليواوليري پرتوکلو ته سړکونه د پخواپه پرتله جوړ او نوماندي د ټاکنيز کمپاين له پاره په تلو راتلوکي ستونزي نه لري.

د هغه ولايت ولايتي شوراته ولاړ کسان يې ډيری وړ اومسلکي کسان دي او په بيلابيلوقبيلوکي يې پلويان سته.

د ټاکنو د کمېسيون مامورين د ټاکنو د مرکزونو شمېراو موقعت د امنتي ملحوظاتوله کبله نه يادوي، خو وايي چي هر چاته به د هغوی په نژدې سيمه کي د رايي ورکولو سهولت چمتوکړي. دغه ولايت د ټاکنو ددفتر دعامه پوهاوي مشري ليلا احراري، دويچه ويلي راډيو ته وويل«زموږ دعامه پوهاوي څلور ډوله دندي پرمخ بيايي. مخامخ کتني،ډله ايز مجلسونه، انځوریز پوهاوی ،او مبایل راډيويي اعلانونه دي چي ۹۵تنه يې د۲۲مېرمنو په شمول په ټول ولايت کي ترسره کوي»

خو د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د دونه ټينګارسره سره بياهم د نوماندو ډيروالی، يوشمېرخلک دخپلي خوښي دکاندیدپه ټاکلوکي اندېښمن دي. ځکه د هغوی په خبره ډيروالي يې هغوی ته په اشنايي کي ستونزي ورپيداکړي دي.

شرفيار

کتونکی. زيارمل