1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هرات کي په لسګونو فابريکې تړل سويدي

۱۳۹۰ اردیبهشت ۲۶, دوشنبه

د هرات په صنعتی ښارګوټی کی د لسګونو فابریکو د کار دبندولو ، خبر ورکړل شوی دی. په دغه ولایت کی د صنعتی ښارګوټی د ریس او سوداګرۍ د خونی د مرستیال او ځینی نورو افغان مامورینو سره د المان ږغ راډيو خبري کړي دي.

https://p.dw.com/p/11GkI
په هرات کي د قالينو نندارتون
په هرات کي د قالينو نندارتونانځور: DW

په هرات کی د صنعتکارانو د ټولنی ریس او دغه ولایت کی د سوداګری د خونی مرستیال توریالی غوثی دویچه ویله المان راډیو ته وویل د هرات د صنعتی ښارګوټی ۳۰۰ فابریکو څخه نږدی 130 هغه یی تړلی اویاهم د تړلو په حال کی دی. د نوموړي په وينا د دغه لوی عوامل د افغان حکومت د اړونده چارو ادارې نه پاملرنه، اوچتی ګمرکی تعرفی او څه نور یاد کړه.

د هرات صنعی ښارګوټی لس کاله وړاندی د هرات ښار ختیځ لس کلومتری ګذره ولسوالی کی د 4 سوه فابریکو په شتون سره ودان شو چه په افغانی پانګه والو سربره17 بهرنیو شرکتونو پانګه والو هم دلته د صنعتی فابریکو په جوړښت پانګونه وکړه.

بیلابیل خوراکی مواد،مرمر ډبره ، روغتیای اوبه سوپرکولا،زعفران،قره قل،غالی او د وسپنی فابریکی یی په هیواد دیننه او له هیواد بهر د څه نورو هغو ترڅنګ د وړ توکو په تولید بازار ځانته ومونده.

د راپورونو په اساس تیر کال 40 زره کسو په شاوخواکی افغان کار ګرو دلته دنده لرله. خو دهرات د سوداګری د خونی مرستیال ریس وایی سږ کال یی د کار ګرو شمیره ۲۰زره تنه ته راټیټ شوی ده.

د افغانستان د مالی وزارت ویاند عزیز شمس هم د یکشنبی په ورځ کابل کی رسنیو ته د کورنی صنعت په څرنګوالی؟ څرګندونی وکړی، ګاونډی هیوادونوباندی یی تور ولګاوه چه بازار ته دټیټ کیفیت توکو په ښکلو سره د دوی د صنعت د کموزوری هڅه کوی.

خو له دی سره سره د هرات د سوداګری د خونی مرستیال په کورنی صنعت ډاډ لری ویویل کیفیت یی عالی او بازار کی یی د خلکو باور خپل کړی دی.

په افغانستان کی د طالبانو د حکومت تر راپرزیدو وروسته کلونو کی د نورو ګڼه پرمختګونو ترڅنګ د صنعت او سوداګری برخه هم ښه وځلیده په هرات سربیره کندهار، مزار شریف، کابل او ننګرهار ترڅنګ څه نورو سیموکی صنعتی ښار ګوټی جوړ او ګڼه افغانانو ته یی په کور دیننه کاری بوختیا پیداکړی. که څه هم په دادوروستیو کی یی د مامورینو په وینا په وړاندی څه ستونزی رامخ ته شوی دی،خو بیا یی هم شتون خلکوته ښه سهولتونه رامنځ ته کړی دی.

هغو یو شمیر کسانو سره چه دویچه ویله راډیو خبری وکړی د تولیداتو کیفیت څخه یی راضی وه. حکومت او نړیواله مرستندویه ټولنی څخه یی کورنی صنعت ته د لاښی پاملرنی هیله لرله.

شريف شرفيار
کتونکی: احمدولي اڅکزی