1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هرات کې تر سلو ډیري نجونې مسمومي شوي دي

۱۳۹۴ شهریور ۹, دوشنبه

افغان چارواکو ویلي دي چې په هرات ولایت کې تر۱۰۰ ډیري زده کوونکې د مسمومیدو له کبله روغتون ته وړل شوي دي. زیاته شوې ده چې اوس په دې اړه څېړني رواني د‎ي چې روښانه شي، آیا دا کار په قصدي توګه شوی او که څرنگه؟

https://p.dw.com/p/1GOcw
انځور: Getty Images/Aref Karimi/AFP

افغان چارواکو ویلي دي چې د مسموم شویو نجونو دقیق شمیر ۱۲۴ تنو ته رسید. هغوی زیاته کړې ده چې د دغو نجونو ډيري يې بيرته له روغتونه خپلو کورونو ته استول شوي دي.

دغه پیښه د دوشنبې په ورځ د هرات ولایت په انجیل ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده. د دې سیمي ولسوال د پیښې پړه «د افغانستان پر دښمنانو» باندي اچولې ده چې په خبره یې د افغانستان د ماشومانو د زده کړي خلاف دي.

پولیسو ژمنه کړې ده چې مسئول کسان به وموندي او ورسره به قانوني چلن وکړي.

په افغانستان د طالبانو د واکمنۍ پر مهال نجونو ښوونځي ته د تلو اجازه نه لرله او همداراز هغوی نه شوای کولای چې په دفترونو کي کار وکړي.

خو په وروستیو ۱۴ کلونو کې افغانستان د ښځو د حقونو په برخه کې د پام وړ پرمختګ کړی دی. خو پر دې سربیره اوس هم افغان مېرمني له ډیرو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

دا لومړی وار نه دی چې د افغانستان په يو ښوونځی کي زده کوونکي مسمومي کيږي. تر دې دمخه په کندز، خوست او تخار ولايتونو کې دغه شان پېښي رامنځ ته شوي دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب