1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هرات کې د ناقانونه وسلو د ویشلو آوازې

۱۳۹۱ آبان ۱۸, پنجشنبه

د هرات اوسیدونکي او د مدني ټولنې فعالین په دې ولایت کې د یوې غیرقانوني ډلې ‏له خوا د وسلو ویش اندیښمن کړي دي. د دې ولایت د والي ویاند محي الدین نوري، دا خبره ‏مني او وایي چې اړوندو ادارو ته يې د اقداماتو هدایت ورکړی دی.‏

https://p.dw.com/p/16fL9
انځور: DW

هغه وایي: «د جهادي شورا په نوم د یوې غیر قانوني ډلې له خوا د وسلو د ویشلو لړۍ پیل ‏شوې ده... دا یو غیر قانوني عمل دی. د دې له پاره چې د ستونزې مخنیوی وشي، امنیتي ‏چارواکو ته مو لازم هدایتونه ورکړي دي.» ښاغلي نورې د دې شورا په اړه نور جزییات ‏ور نه کړل خو دا خبره يې وکړه چې هغه د فعالیت قانوني جواز نه لري.‏
‏ ‏
دا په داسې حال کې ده چې د هرات ولایت یو مشهور دیني عالم مولوي فارق حسیني، چې د ‏دې شورا غړی دی وایي چې فعالیت یې قانوني دی. د هغه په خبره جهادي شورا د ټول ‏هرات په کچه ۱۵ کاري حوزې لري چې په کې د خلکو د راجستر لړۍ د جریان په حال ‏کې ده. هغه ادعا کوي چې تر اوسه پورې په دې شورا کې د ۵۰۰۰ کسانو نومونه ثبت ‏شوي دي.‏

ښاغلی حسیني وایي چې ډله یې له ولسمشر حامد کرزي سره په تفاهم کې رامنځ ته شوې ده ‏چې مشري یې د افغانستان د اوبو او بریښنا د وزیر محمد اسماعیل خان، پر غاړه ده. هغه ‏زیاتوي چې د جهادي شورا فعالیتونه به د ټول افغانستان په کچه وغځیږي.‏

ښاغلي حسیني ادعا کوي چې د جهادي شورا په کاري اجندا کې د وسلو ویشل شامل نه دي ‏او که د دې ډلې کوم غړی د وسلو د حملولو اجازه تر لاسه کوي نو دا یو انفرادي عمل دی ‏نه د جهادي شورا کړن لاره. لا تر اوسه پورې د افغانستان د اوبو او بریښنا وزیر محمد ‏اسماعیل خان، په دې اړه څه نه دي ویلي.‏

اسماعیل خان یوه اونۍ مخکې په هرات کې د لودیځو او سویل لویدیځو ولایتونو د جهادي ‏قوماندانانو یوه غونډه رابللې وه. د جهادي قوماندانانو په دې غونډه کې ټینګار وشو چې ‏هغوی به تر ۲۰۱۴ کال وروسته د طالبانو پر ضد له افغانستان څخه دفاع وکړي. په غونډه ‏کې په افغانستان کې د ناټو پر عملیاتو باندې نیوکه هم وشوه. ‏

د هرات د ولایتي شورا یوه غړي تور محمد ظریف، دویچه ویله ته وویل چې ورته ‏فعالیتونه افغانستان د جګړې په لور بیایي. د هغه په اند اوس چې افغنستان خپل پیاوړی پوځ ‏لري، د جهادي قوماندانانو مسلح کیدو ته اړتیا نه شته.‏

که څه هم د جهادي شورا غړي خپل فعالیت د افغان ولسمشر په تفاهم بولي خو د پنجشنبې ‏په ورځ د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي، په کابل کې خبریالانو ته ‏وویل چې د هرات د سیمه ییزو چارواکو د وروستي رپوټ په اړه به جدي څیړنې وکړي.‏

شریف شرفیار/ هرات ‏
مسعود جهش