1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هرات: د ښځو د فلمونو فیستیوال پرانیستل شو

هوشنګ هاشمي۱۳۹۱ اسفند ۱۷, پنجشنبه

په هرات کې د لومړي ځل له پاره د ښځو د نړیوالې ورځ په ویاړ د ښځو د فلمونو یو فیستیوال په لاره اچول شوی دی. په دې فیستیوال کې به ۷۰ فلمونه ننداري ته وړاندې شي چې په ډله کې یې د افغان فلم جوړوونکو اووه فلمونه هم شامل دي.

https://p.dw.com/p/17scz
انځور: DW

دغه فیستیوال د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۳ کال د مارچ د میاشتې ۷مه نیټه) د «خانه فلم رویا» او «آرمان شهر» بنسټ په هڅو د «اختیارالدین» په قلعه کې په لاره واچول شو. د فیستیوال د جوړوونکو په خبره په دې ترڅ کې به د نړۍ له شلو هیوادونونه څخه د ښځو په اړه فلمونه نندارې ته وړاندې شي. شاوخوا ۴۰ نړیوال او افغان سازمانونه او رسنې د دغه فیستیوال ملاتړ کوي.

د دې فیستیوال د په لاره اچولو مسوولې میرمن رویا سادات، وویل چې هدف یې د ښځو په اړه د فلمونو نندارې ته وړاندې کول د هغو میرمنو او فلم جوړوونکو سره ټولول دي چې د ښځو د ستونزو د هغوی د ژوند په اړه فلمونه جوړوي.

میرمن سادات زیاته کړه: «تر ټولو لومړی او مهم هدف مو دا دی چې سیمنایي اثرونه د هغوی مخاطبینو ته وړاندې کړو. د دې تر څنګ، بل هدف مو د ښځو موضوع ته پام اړول کول دي. له بلې خوا دغه فیستیوال د مارچ د اتمې نیټې په ویاړ هم په لاره اچول کیږي. هغه فلمونه چې د ښځو په اړه جوړ شوي دي، که جوړوونکي یې ناروینه وي او که ښځینه، د هغوی فلمونه په دې فیستیوال نندارې ته وړاندې کیږي.»

د دې فیستیوال جوړوونکي وایي چې افغان میرمنې کولای شي چې د دغه شان فیستیوالونو له لارې د نړۍ د نورو هیوادونو د ښځو د تجربیاتو په اړه معلومات ترلاسه کړي. د کارپوهانو په خبره د یوه هیواد د میرمنو تجربې کولای شي چې د یوه بل هیواد له ښځو سره مرسته وکړي چې له ټولنیز تبعیض سره مبارزه وکړي.

پریکړه شوې ده چې دغه فیستیوال تر دې وروسته هر کال په لاره واچول شي او په کې د ښځو په اړه مستند او هنري فلمونه نندارې ته وړاندې شي. د دغه فیستیوال یوه بله په لاره اچوونکې میرمن خالده خرسند، وایي چې دا یوه واضح خبره ده چې په داسې یوه ولایت کې چې سینما نه لري، د دغه شان یوه فیستیوال په لاره اچول د سینما له ښه کیدو سره مرسته کوي. میرمن خرسند زیاتوي: «زه باور لرم چې د دغه شان فیستیوالونو په لاره اچول د هرات په شان یوه ولایت کې د سینما د وضعیت له ښه کیدو سره مرسته کولای شي. له دې فیستیوال سره به یو درامتیک بدلون رامنځ ته شي. موږ به تر دې وروسته فلم جوړوونکي ولرو، د فلمونو لوبغاړي به ولرو. دغه ټول بدلونونه به د ښځو په وضعیت کې هم مثبت بدلون رامنځ ته کړي.»

په وروستیو لسو کلونو کې په افغانستان کې سینمایي فعالیتونو یو څه زور اخیستی دی. د ښځو د حقوق او د هغوی ستونزې د افغاني فلمونو یوه مهمه موضوع ده. د افغانستان پیژندل شوی فلم جوړوونکی او د دې فیستیوال یو تن په لاره اچوونکی ښاغلی صدیق برمک، وایي: «په لومړي کال کې به دغه فیستیوال رقابتي بڼه و نه لري. سږ کال زموږ هدف نندارې ته د فلمونو وړاندې کول دي.»

په دې فیستیوال کې نندارې ته د فلمونو پر وړاندې کولو سربیره، سیمه ییزو فلم جوړونکو او د راډیو او تلویزیون کارکوونکو ته ځینې روزنیز پروګرامونه هم په پام کې نیول شوي دي.

میرمن رویا سادات، د هرات د ښځو د فلمونو د نړیوال فیستیوال په لاره اچوونکې
میرمن رویا سادات، د هرات د ښځو د فلمونو د نړیوال فیستیوال په لاره اچوونکېانځور: DW