1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هرات کې ۱۱ ماین پاکوونکي برمته شوي

۱۳۹۵ فروردین ۱۴, شنبه

یو افغان چارواکي ویلي دي چې وسله والو کسانو د افغانستان له لویدیځ څخه ۱۱ ماین پاکوونکي برمته کړي دي. دې چارواکې زیاته کړې ده چې د برمته شویو کسانو د آزادولو په موخه پوځي عملیات په لاره اچول شوي دي.

https://p.dw.com/p/1IOP0
انځور: Y. Yawar

د هرات ولایت د پولیسو ویاند رووف احمدی، د شنبې په ورځ وویل چې د دې کسانو تر برمته کیدو وروسته، امنیتي ځواکونو یو لړ عملیات په لاره اچولي ترڅو هغوی وژغورل شي. احمدي زیاته کړې ده چې تر اوسه پورې د پیښې په تړاو شپږ تنه شکمن کسان نیول شوي هم دي.

د هراف د پولیسو ویاند روښانه کړې ده چې اوس د هراف ولایت سپین ږیرې منځګړیتوب کوي چې دغه برمته شوي کسان آزاد کړي.

ټول برمته شوي کسان د «هولو ترست د ماین پاکوولو موسسې» افغان کارکوونکي دي چې د جمعې په ورځ د وسلوالو کسانو له خوا د هرات له ولایت څخه تښتول شوي دي.

لا تر اوسه پورې روښانه نه ده چې دغه ماین پاکوونکي د کومې ډلې له خوا برمته شوي دي، خو په افغانستان کې دیر وخت ناپیژندل شوي وسلوال د پیسو ترلاسه کوولو په موخه د موسساتو غړي له ځان سره بیایي.

په افغانستان کې د ۴۰ کلني جګړې له کبله، په ډیرو سیمو کې ماینونو فرش شوي دي چې د پاکولو له پاره اوس هم هڅې روانې دي.