1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هرو زرو افغان میرمنو کې ۳۵ تنې یې له تاوتریخوالي سره مخامخې دي

خلیل الرحمان امید۱۳۹۲ اسفند ۱۰, شنبه

د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي نوی خپور شوی رپوټ ښيي چې په کابل او هرات کې د تاوتریخوالي ډيرې پیښې ثبت شوې دي. خپور شوی رپوټ د افغان حکومت له خوا په ۳۲ ولایتونو کې تر سروې وروسته جوړ شوی.

https://p.dw.com/p/1BHzU
انځور: picture-alliance/dpa

د افغانستان د ښځو چارو وزارت د لمړني رپوټ له مخې په دغه هیواد کې د ښځو پر وړاندې اوس هم پراخ تاوتریخوالی روان دی. د دې وزارت د پالیسۍ مرستیالې مژګان مصطفوي د ۱۳۹۱ کال د ښځو پر وړاندې د تاو تریخوالي د رپوټ د وړاندې کولو پر مهال څرګنده کړه چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوریخوالي ۴۵۰۵ پیښې ثبت شوې دي.

مصطفوي وویل چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د معلوماتو بانکونه يې جوړ کړي دي. د خپور شوي رپوټ له مخې په افغانستان کې د هرو زرو ښځو له ډلې څخه ۳۵ تنې یې له تاوتریخوالي سره مخامخ دي.

د میرمن مصطفوي په خبره د افغانستان په پنځو ولایتونو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پیښې ډیرې ثبت شوي: «دا رپوټ ښيي چې د تاوتریخوالي ډیرې پیښې په پنځو ولایتونو کې ثبت شوې دي. کابل د دغو ولایتونو په سر کې دی او ۲۱،۸ سلنه قضيې په همدې ولایت کې رامنځته شوې دي. ۱۴،۹ سلنه په هرات، ۷،۵ سلنه په تخار، ۵،۲ سلنه په بلخ او ۴،۸ سلنه په کاپیسا کې رامنځ ته شوې دي.»

مصطفوي وویل چې نوریستان او پکتیکا هغه ولایتونو دي چې د بیلابیلو لاملونو له کبله په کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پیښو د معلومولو سروې نه ده ترسره شوې.

په ورته وخت کې د سترې محکمې د قضايي تفتیش عمومي رییس قضاوت پوه امرالله ابدالي، وویل چې له دوی سره ۴۹۰ دوسیې ثبت شوې دي چې له ډلې څخه یې ۴۰۰ فیصله شوي . د هغه په خبره د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په تړاو پر ۲۰ تنو د اعدام حکم راوتلی دی: «لس دوسیې په لسو ولایتونو کې چې شل کسه کیږي د اعدام په لیست کې شامیل دی. د دغو شلو دقیقو اعدامونو له ډلې څخه درې قضيې یې د سترې محکمي له لورې ورستی شوې دي چې شپږ تنه کیږي او څوارلس تنه نور لا هم د سترې محکمې تر کار لاندې دي چې د ولسمشر تر توشیح وروسته به د تنفیذ مرحله پرې پلې شي.»

ټاکل شوې ده چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د ۱۳۹۲ لمریز کال رپوټ هم له راروانو ټاکنو څخه څو ورځې وروسته خپور شي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب